که ناڅاپي سېلاب کې ګیر شئ، څه باید وکړئ؟

د ویډیو تشریح، د نړۍ د اقلیم بدلون سره سېلابونه هم ډېر شوي
که ناڅاپي سېلاب کې ګیر شئ، څه باید وکړئ؟

سېلابونه تر ټولو ډېر پېښېدونکی طبیعي ناورین دی او د نړۍ هر ځای راوتلی شي.

ښايي یو ناڅاپه او داسې ځای پکې ګېر شئ، چې اټکل مو یې نه وي کړی. متخصصان د همداسې وضعیت لپاره ځینې سپارښتنې لري، چې دلته یې درسره شریکوو.