د وړیو یا تار په مرسته هنر

د ویډیو تشریح، د وړیو یا تار په مرسته هنر
د وړیو یا تار په مرسته هنر

په داسې حال کې چې ډېری ځوانان د عصري هنرونو پر لور مخه کوي، په پېښور کې د بینظیر بهټو پوهنتون د ښکلي هنرونو څانګې محصلې ملغلرې زبیر د وړیو د تار په مرسته عصري او لرغوني هنر سره نښلوي. دې پیغلې د (Felt wool art) یا پر ټوکر د وړیو اوبدلو لرغونی لاسی هنر له عصري انځورګرۍ سره ګډ او ترکیبي اثار یې پنځولي دي.

په دې هنر کې د ځانګړو ستنو په مرسته د وړیو تارونه پر ټوکر ګنډل کېږي او ګلان، ښکلې منظرې، د انسانانو څېرې او د څارویو انځورونه په دوه ګوټیزه یا درې ګوټیزه بڼه جوړېږي. اغلې ملغلره په خپلو پنځونو کې د وړۍ ترڅنګ له نورو طبیعي توکو هم کار اخلي او هڅه کوي دې دودیز هنر ته نوې بڼه او معاصر رنګ ورکړي. زموږ همکار رحمان الله د ملغلرې زبیر سره د دې ځانګړي هنري سبک په اړه خبرې کړې دي.