د پښتو غزل نړیوال هرکلی
د پښتو غزل نړیوال هرکلی
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې د پښتو یو غزل هغه نوملړ کې خپور کړی چې سختو شېبو کې یې خلکو ته هیله ورکړې. د خالق زیار د هرکلي په نوم غزل چې د پښتونخوا یوه سندرغاړي ګلورین پاچا له موسیقۍ سره همغاړی کړی، تر ډېره د هوډ او زغم احساس ورکوي.
ملګرو ملتونونو وروستۍ موده په پاکستان د افغان کډوالو لپاره له کړاوه ډکه یاده کړې او لیکلي یې دي " هغه کال مو پای ته ورسوه چې موږ په کې پر ننګونو برلاسي شو او هیله مو له ځان سره درلوده."
د یو اېن اېچ سي ار اداره کله نا کله د همدې ډول نوښتونو په ترڅ کې د سندرو، فلمونو یا کیسو ځانګړي نوملړونه جوړ او خپروي.
شبنم خان له سندرغاړي ګلورین باچا سره خبرې کړي.



