یو زړور ځوان د کابل سېند له څپلو ۶ کسان وژغول
یو زړور ځوان د کابل سېند له څپلو ۶ کسان وژغول
د کابل جلال اباد پر لاره ډېر کله مرګونې پېښې کېږي، خو ژغورنو کې تل د عامه خلکو او لارویانو مرستې اغېزمن رول لري.
یوه تازه پېښه کې پر همدې لار مازادا ډوله ګاډی سیند ته ولوېد او پکې سپاره ۶ تنه په د اوبو په منځ کې ایسار شول. د عامو خلکو په مرسته ټول وژغول شول.
د ژغورونې دې کار کې لویه ونډه مالیار شینواري لرله چې اوبو ته ورکوز شو او په داسې حال کې یې بند پاتې کسان د روانو اوبو له منځه راویستل چې خپل ژوند یې هم له خطر سره مخ کړ. د ده مېړانه په خواله رسنیو هم خورا ډېره لاس په لاس شوه.
ښاغلي شینواري دلته له بي بي سي سره د دې پېښې په تړاو کیسه کړې ده.



