لیلا حمیدي د یوې افغانې ښځې په نوم لبسرین جوړ کړی
لیلا حمیدي د یوې افغانې ښځې په نوم لبسرین جوړ کړی
جرمني کې مېشته د سینګار توکو یوه افغانه سوداګره وايي، د خپل یوه نوي تولید ګټلې پیسې به پر هغو انلاین ښونځیو ولګوي چې له زده کړو پاتې نجونو لپاره جوړ شوي.
لیلا حمیدي زموږ همکارې تورپېکۍ غرنۍ سره خبرو کې ویلي، د مود او فېشن په رنګینه نړۍ کې یې افغانې ښځې نه دې هېرې کړي او د دوی د ملاتړ او لاسنیوي لپاره یې تازه یو خیریه کار پیل کړی دی . په دې پروګرام کې د پچې اچونې پر بنسټ د یوې افغانې مېرمنې نوم انتخاب او د هغې په نوم او د خوښې رنګ له مخې لبسرین تولید شوی، چې “ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.” لیلا حمیدي هغه افغانه ښځه ده چې په جرمني کې د فېشن د نړۍ یوه له مشهورو او پېژندل شویو څېرو ده. پنځلس کلنه وه چې د جګړو او نا امنۍ له امله له افغانستانه ووته او جرمني کې کډواله شوه خو وايي لا یې هم خپل ټاټوبی او خلک نه دې هېر کړي.



