په خواله رسنۍ مینه؛ هندۍ پېغله پښتون هلک سره کوژدې لپاره د پښتونخوا 'بر دیر' ته تللې

د عکس سرچینه، Getty Images
"راتلونکو دوو دریو ورځو کې به زه او انجو کوژده وکړو – هغه به لس یوولس ورځې وروسته بېرته هند ته ولاړه شي او بیا به د واده لپاره بېرته راشي."
دا د پښتونخوا د 'بر دیر' ولسوالۍ د یوه ۲۹ کلن هلک 'نصرالله' خبرې دي، چې له یوې هندۍ پیغلې 'انجو' سره یې د خواله رسنۍ له لارې اړیکه په مینه بدله شوې او هغه پسې اوس د کوژدې لپاره پښتونخوا ته راغلې ده.
انجو د هند د اتر پردېش ایالت اوسېدونکې ده.
نصرالله وايي "دا زما او د انجو شخصي ژوند دی. موږ نه غواړو چې مداخله پکې وشي. هڅه کوو چې له رسنیو هم لېرې واوسو."
د 'بر دیر' د پولیسو مشر محمد مشتاق بيبيسي سره خبرو کې دې ولسوالۍ کې د یوې هندۍ نجلۍ موجودیت تایید کړی دی.
دې کیسې ته ځکه د ډېرو پام اوښتی چې په دې وروستیو کې د 'سیما حیدر' په نوم یو پاکستانۍ ښځه د سچن نومي هندو هلک سره واده لپاره دغه هېواد ورغلې.
خو د هغې کیسه ځکه د ژبو په سره ده چې له یوې خوا په غیر قانوني لارو هند ته تللې او بل دا چې له ځان سره یې د مخکیني مېړه څلور ماشومان هم وړي دي.

د عکس سرچینه، SHAHNAWAZ AHMAD/BBC
سیما او سچن د پابجي په نوم ګېم کې سره بلد شوي او څه موده وروسته یې پر یو بل زړه بایللی و.
د نصرالله او انجو کیسه بیا جلا ده. انجو په ویزه او قانوني لارو پاکستان ته راغلې.
دوی دواړو د ویزې ترلاسه کولو لپاره شاوخوا دوه کاله منډې ترړې وهلې دي.
هند او پاکستان تاریخي سیالان دي او د اړیکو ترینګلتیا له کبله د یو بل اتباعو ته ډېرې کمې ویزې صادروي.
که دوی د یو بل اتباعو ته ویزه ورهم کړي، نو محدودو سیمو او ښارونو ته د تګ اجازه پرې لري.
د انجو لپاره خبره ځکه سخته وه چې بر دیر له سترو ښارو لېرې پرته سیمه ده چې یو سر یې ان له افغانستان سره ډېورنډ کرښې ته وځي.
ویزه او دیر ته د تګ اجازه

د عکس سرچینه، Getty Images
نصرالله بيبيسي ته ویلي چې له انجو سره یې لومړی ځل څو کاله وړاندې د فېسبوک له لارې اړیکه شوې وه.
انجو د اتر پردېش ده او یوه شخصي شرکت کې کار کوي.
هغې غوښتنه کړې چې د شخصي ژوند په اړه دې یې ډېر جزییات نه خپرېږي.
بيبيسي چې کله له هغې سره د خبرو غوښتنه وکړه، نو نصرالله وویل چې انجو اوسمهال له رسنیو سره خبرې نه غواړي.
هغه وویل پرېکړه پر دې شوې چې اوس به انجو سره کوژده کوي او واده به وروسته وي.
نصرالله وايي د هغې لپاره د ویزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن و او تر دوو کلونو ډېر وخت یې واخیست.
انجو په دې موده کې په وار وار نويډلي کې د پاکستان سفارت ته ورغلې او نصرالله بیا په اسلام اباد کې پر بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو اړوندو دفترونو ګرځېدلی دی.
دی وايي انجو په دې موده کې هلته او ده دلته هڅه کوله چې چارواکي قانع کړي چې هغې ته ویزه ورکړي.
له دوی په دغو منډو ترړو زرګونه روپۍ هم لګېدلې دي.
بالاخره انجو ته هم د پاکستان ویزه او هم بر دیر ته د تګ اجازه ورکړ شوه.
د راتلونکې په اړه پرېکړه به له واده وروسته کوو
د نصرالله په وینا انجو هند کې له خپلې کمپنۍ په رخصت راغلې ده او بېرته ځي چې خپل کار ته ورسېږي.
هغه وايي انجو زموږ په کور کې خوشاله او ارامه ده، خو دا چې رسنۍ ډېرې ورځې، دغه کار خواشینې کړې ده.
نصرالله زیاتوي دوی نه غواړي چې له دې موضوع غوغا او دوی ته ستونزې جوړې شي.
نوموړي وویل "د همدې لپاره وایم چې زموږ د خصوصي حریم درناوی دې وشي. زموږ له اړیکې او ژونده تماشا مه جوړوئ. موږ هېڅکله دا نه غواړو."
انجو د پښتنو مېلمنه ده

د عکس سرچینه، NASRULLAH
د بر دیر د پولیس مشر محمد مشتاق وايي دوی دې سیمې ته د ورغلې هندۍ نجلۍ ویزه او اسناد کتلي او هر څه یې سم دي.
د هغه په وینا نصرالله او انجو د یکشنبې په ماښام د معمول اښتنو پوښتنو لپاره د پولیسو ځايي مرکز ته ورغوښتل شوي وو او بېرته رخصت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغلته د اوسېدو پر مهال به د انجو امنیت تامین او د هغې د خصوصي حریم پام وساتل شي.
د نصرالله د اوسېدو د سیمې یو ځايي سیاسي او ټولنیز شخصیت فریدالله بيبيسي ته ویلي چې 'انجو د جمعې پر سهار داسې مهال دې سیمې ته ورسېده چې سخت باران ورېده."
دی وايي د سیمې خلک هغې ته منتظر وو او پام کې تود هرکلی ورته ووايي، خو د یوه کس د مړینې له کبله دغه کار تر اوسه نه دی شوی.
د فریدالله په وینا انجو د پښتنو مېلمنه او اېنګور ده. تر هر وخت چې وغواړي هلته پاتې کېدای شي او دا چې له هېڅ ستونزې به نه مخامخېږي.
دی وايي د سیمې ټول خلک یې خوشاله دي – د کورونو ښځې یې د انجو لیدو ته ورځي، هغې ته ډالۍ وړي او دا ډاډ هم ورکوي چې هېڅ شي ته دې اندېښنه نه کوي.











