د یوې پاکستانۍ ښځې او هندي سړي د مینې کیسه چې پابجي ګېم کې یې سره وپېژندل

هند کې د یوې پاکستانۍ ښځې او یوه هندي سړي کیسه چې په پابجی ګېم کې یې سره پېژندلي و وروسته له هغې د خبرونو سر ټکي شوه چې زنداني شول.
۲۷ کلنه سیما غلام حیدر څو کاله مخکې ۲۲ کلن سچن مینا سره د مجازي نړۍ یوې مشهورې لوبې پابجي کې سره وپېژندل.
سیما له هغه سره له پېژندلو وروسته هند ته لاړه چې سچن سره ګډ ژوند وکړي.
پولیس وايي، نوموړې په مې میاشت کې له خپلو څلورو ماشومانو سره په ناقانونه توګه هند ته راغله او یوه میاشت ښاغلي مینا سره د اتراپردېش ایالت په یوه ښار کې اوسېده.
د تېرې سه شنبې پر ورځ د جولای پر څلورمه دا جوړه ونیول شوه. محکمې ویلي چې ۱۴ ورځې به په بند کې وي.
د ښځې ماشومان هم ورسره دي. دې جوړې خبریالانو ته یلي چې غواړي دې سړي سره واده وکړي او ګډ ژوند ورسره پیل کړي.
پولیس وايي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د هندي او پاکستاني وګړو د مینې دې کیسې په ریښتیني ژوند د اړیکو په ښه والي کې د مجازي نړۍ د رول په اړه بحثونه راپورته کړي دي.
په پابجي ګېم کې د اړیکو جوړېدل
مېرمن حیدر د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د غلام حیدر په نامه یو کس سره چې د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی دی واده وکړ.
د واده ثمره یې څلور ماشومان دي چې درې یې لوڼې او یو زوی دی.
له واده پنځه کاله وروسته یې مېړه د مزدورۍ لپاره سعودي عرب ته لاړ.

د حیدر مېرمن د خپل وخت د تېرولو او پام بدلولو لپاره پابجي لوبه پیل کړه.
هغې بي بي سي سره خبرو کې ویلي:"د ورځې به مې درې څلور ساعته پابجي لوبه کوله او په لوبه کې مې سچن سره وپېژندل. یو بل ته مو شمېرې ورکړې او خبرې مو پیل کړې."
درې کاله په اړیکه کې و له هغې وروسته آغلې حیدر پرېکړه وکړه چې سچن سره د واده لپاره هند ته لاړه شي.
هغې خپل مېړه په وهلو تورن کړ او پولیسو ته یې ویلي و چې، له هغه یې طلاق اخیستی.
مېړه یې کورنی تاوتریخوالی او د هغې د وهلو او ټکولو خبره رد کړې ده.
هغې مېرمن حیدر تورنه کړې چې پاکستان کې یې کور پلورلی او ګاڼو او ماشومانو سره تښتېدلې ده.
دې جوړې څنګه سره وپېژندل؟
پولیس وايي، مېرمن حیدر او ښاغلي سچن په لومړي ځل مارچ میاشت کې نیپال کې یو بل سره کتلي او بېرته خپلو هېوادونو ته له راستنېدو څو ورځې مخکې په یوه هوټل کې اوسېدلي دي.
مې میاشت کې هغې د دویم ځل لپاره بیا په سیاحتي ویزې نیپال ته سفر کړی او دا ځل یې ماشومان هم ورسره وو.
د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي" له هغه ځایه بیا موټر کې بېرته ډیلي ته تللې."

پولیس وايي دوی ته یې ویلي چې، د مېړه کور یې نه دی پلورلی بلکه یوه ټوټه ځمکه چې یې د پلار او مور یې وه، د خپل سفر د لګښتونو لپاره پلورلې، او د نیپال له لارې هند ته د اوښتو فکر یې د یوټیوب د یوې ویډیو له لارې موندلی دی.
ښاغلی سچن په رابورپورا ښار کې اوسېږي او د خوراکي توکو یوه هټۍ کې کار کوي، هغه آغلې حیدر او ماشومانو ته یې یو کور اجاره کړی دی دی.
د کور څښتن ګیریش کومار یې بي بي سي ته ویلي چې په هېڅ ناقانونه کار یې مشکوک شوی نه دی، ځکه چې د کور د نیولو پر مهال یې ټول دولتي اسناد ورته برابر کړي و او کورنۍ یې هم د دې جوړې لیدو ته راغلې ده.
دا جوړه څنګه ونیول شوه؟
د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې رپوت وکړی، چې دې جوړې تېره اوونۍ د آغلې حیدر د پاتې کېدو او اقامې لپاره د مشورې لپاره یوه وکیل سره کتلي او وکیل سملاسي پولیسو ته خبر ورکړی دی.
دغه وکیل ورځپاڼې ته ویلي:"کله چې مې پام شو چې هغه او ماشومان یې پاکستاني پاسپورتونه لري حیران شوم."
هغه زیاته کړې چې آغلې حیدر هڅه کوي پوه شي چې هند کې خلک څنګه واده کولی شي.
دې وکیل همدا راز ادعا کړې چې یادې ښځې ویلي چې مېړه یې غلام حیدر وهلې، د هغې له خوا فزیکي ځورول شوې و څلور کاله یې نه دی لیدلی.
وکیل دا ادعا هم کړې چې کله یې له یادې ښځې د هند د ویزې پوښتنه وکړه نو له ځایه جګه شوه او لاړه، بل همکار یې ورپسې شو او ویی څارله.
کله چې وکیل پوه شو چې دا مېرمن رابوپورا کې اوسېږي نو پولیسو ته یې خبر ورکړ.
پولیسو د سچن پلار هم نیولی چی له ویزې پرته یې آغلې حیدر ته پناه ورکړې ده.
دې جوړې د هند له حکومته غوښتي چې دوی سره په واده کولو کې مرسته وکړي.
ورته وخت کې د مېرمن حیدر مېړه غلام حیدر ادعا کړې چې ښځه یې په پابجي لوبه کې "تېر ایستل شوې." او غواړي هغه بېرته خپلو اولادونو سره پاکستان ته راستنه شي.









