هند؛ که زوم ښه دنده او لوړې زدکړې ولري، د خسر کورنۍ لا ډېر ولور ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړنو موندلې چې د لسیزو په اوږدو کې د نارینه وو لپاره د کار او زدکړو د فرصتونو په ډېرېدو سره د ولور (جهېز) اندازه لوړه شوې ده.
د ولور ورکول په سویلي آسیا کې له پېړیو راهیسې پخوانی دود دی، چې د ناوې کورنۍ د زوم کورنۍ ته نغدي پیسې، جامې، ګاڼې او نور سامان ورکوي.
که څه هم هند کې دا کار د ۱۹۶۱ کال راهیسې ناقانونه شوی، خو لا یې هم وده کړې او ډېر کله د ښځو د کورني تاوتریخوالي د رامنځته کېدو او آن د مړینې لامل کېږي.
د سویلي کلفورنیا له پوهنتونه جفري ویور او د وېرجینیا له پوهنتونه ګاور او چیپلانکر هند کې د ۱۹۳۰ او ۱۹۹۹ کلونو تر منځ شاوخوا ۷۴ زره ودونه ارزولي.
موخه یې دا وه چې په دغه موده کې هند کې د ولور وده او بدلون مالوم کړي.
دغه سروې د هند ۱۷ ګڼ نفوسه ایالتونو کې شوې ده.
هند کې نږدې ټولې ښځې د خپل عمر شلو کلنو په وروستیو کې واده کوي.
تر ۱۹۹۹ کاله په سلو کې نوي سلنه ودونو کې ولور اخیستل کېده، د ولور اندازه د ۱۹۵۰ او ۱۹۹۹ کلونو تر منځ نږدې د یو تریلیون ډالرو څلورمه برخه حسابېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلې ویور ویلي، د څېړنو په پایله کې یې موندلي چې اقتصادي ودې سره د ولور اندازه هم لوړه شوې په ځانګړې توګه له ۱۹۴۰ څخه تر ۱۹۸۰ پورې.
نوموړی وايي: " په دې موده کې نارینه و زدکړې کړي او ښې دندې یې ترلاسه کړي چې دا د ولور اندازې د لوړوالي لامل شوی."
د څېړنو له مخې، د ولور وده او پېدایښت د زوم د ژوند کیفیت د بدلون په پام کې نیولو سره ډېر ښه مالومېدای شي، چې د دوی د زدکړو او د عاید زیاتوالي سره تړاو لري.
یا په بله وینا، "تحصیل کړی او ښه زوم چې ښه دنده هم ولري د خسر له کوره به ډېر ولور وړي."
دې څېړنې همدا راز موندلې، چې د ودونو په بازار کې د تحصیل کړیو زومانو د شمېر په زیاتېدو سره "د ولور بیمې حق" کچه چې ډېر تحصیل کړي زومان یې ترلاسه کوي راټيټه شوې.
د څېړنې له مخې، قوي اقتصادي لاملونه د ولور د دوام لامل کېږي.
هغه کورنۍ چې د خپلو لوڼو په ودونو کې د ولور له ورکړې انکار کوي، د ټیټ کیفیت لرونکی زوم به یې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی ویور او چیپلانکر لیکي: "هغه کورنۍ چې لوڼې لري د ولور په ورکړې سره د خپل زوم د زدکړو لګښتونه او دې برخه کې د هغې شوې پانګونه جبرانوي."
د بریتانيي د کولمبیا له پوهنتونه مېرمن سیوان اندریسون په یوه جلا مقاله کې بیا استدلال کړی، چې د هند برعکس نورو ټولنو کې د شتمنۍ کچې له زیاتېدو سره د ولور اندازه راکمه شوې.
ځینې په دې باور دي چې ولور په شتمنو کورنیو کې رواج و او په ټيټې طبقي کورنیو ترې زدکړه کړې.
نوې څېړنه بیا ښيي چې دا موضوع لا روښانه نه ده ځکه چې د ولور ورکړې رواج د لوړو او ټيټو دواړو طبقو په کورنیو کې پیل شوی.
ځینې کارپوهان بیا په دې باور دي چې د لوړې طبقې او شتمنو کورنیو نارینه و سره د ټیټې طبقې کورنیو د لوڼو لېوالتیا د ولور په کچه کې د بدلون لامل شوی.
آیا د ښځو د زدکړو زیاتوالی به د ولور اندازه راکمه کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېرو دوه درې لسیزو کې هند کې د ښځو زدکړو برخه کې د پام وړ بدلون راغلی او له نارینه و مخکې شوي دي.
ښاغلی ویور وايي، دا ښايي د ولور اندازې د راکمېدو لامل شي. خو په دې اړه کره مالومات نشته.
خو دې څېړنې داسې شواهد موندلي چې ښکاروي، "په یوه سیمه کې د ښځو د زدکړو د کچې اوړېدو سره د ولور اندازه راکمېږي."
له دې سره ځینې باورونه دي چې ښايي د ښځو د زدکړو او کار برخه کې پرمختګ د ولور د راکمېدو لامل شي.









