ګرېفېتس: طالبان د ښځو بشردوستانه کار لپاره نوي اصول جوړوي

Kabuil

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو حکومت یو شمېر وزیرانو د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ته ویلي، پلان کې لري چې ښځو ته د بشري مرستو رسولو ځینو فعالیتونو کې د کار اجازې د ورکړې په اړه یو نوی لارښود جوړ کړي.

بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېتس بي بي سي‌ ته ویلي، که څه هم تر اوسه تېره میاشت افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز صادر شوی فرمان نه دی لغوه شوی، خو کابل کې یې د کتنو پر مهال د طالبانو له بېلابېلو وزیرانو "هڅوونکی ځواب" ترلاسه کړی دی.

افغانې ښځې د بشري مرستو رسولو کې مهم رول لري او اندېښنه دا ده چې د دوی پر کار بندیز بېړني ژوند ژغورونکو فعالیتونه خطر سره مخامخوي.‌

ښاغلي ګرېفېتس کابل کې راته وویل "مهمه ده په یاد ولرو چې افغانستان تر دې دمه د نړۍ په کچه د بشري مرستو تر ټولو ستر پرورګرام دی."

د اړمنو شمېر هېښوونکی دی. مرستندویه ادارې به روان ۲۸ میلیونه فغانانو ته د رسېدو هڅه وکړي، چې د دغه هېواد تر نیمايي ډېر وګړي کېږي.

په دوی کې شپږ میلیونه داسې دي، چې ښاغلی ګرېفېټس وايي د لوږې په درشل ولاړ دي.

بلخوا افغانستان روان کال د تېرو څو لسیزو تر ټولو سوړ ژمی تجربه کوي.

تېرو دوو اوونیو کې له ۱۲۶ ډېر کسان سړې هوا پورې له اړوندو عواملو مړه شوي.

Griffths

د عکس سرچینه، Getty Images

په ژمي کې د مرستو رسولو چاره پخپله یوه ننګونه ده.

د کابل شمال ته پروان ولایت کې مو د یوې غونډۍ چې واورو پوښلې، لمن کې پروت خیټن کور ته سر ورښکاره کړ.‌

ژمي کې د ورپېښو ستونزو جدي والی د دوی له شکایته لګېدلی شي.

د دې کورنۍ غمجنې مور قمر ګل راته وویل چې تر اوسه "یوه مرستندویه اداره هم نه دی راغلې. نه په تېر حکومت کې څوک راغلي، او نه هم د طالبانو حکومت کې."

روانه اوونۍ په داسې حال کې چې د حکومت پوځي چورلکو د هېواد لرې پرتو سیمو ته چې د واورو او توپانونو له کبله یې نور هېواد سره لارې تړلې، د مرستو رسولو هڅې کولې، ښاغلی ګرېفېټس کابل کې له طالب مشرانو سره اېنجیوګانو کې د ښځو پر کار د دغه نوي بندیز په اړه په پرله پسې لیدنو بوخت و.‌

له ښاغلي ګرېفېتس راته دلته د خپل ماموریت پای کې وویل "که ښځې بشردوستانه فعالیتونو کې کار ونه کړ، هغو ښځو ته رسېدی او شمېر یې مالومولی نه شو،‌ چې اړتیا ده غږ یې واورېدل شي. د نړۍ لروبر په ټولو بشري فعالیتونو کې،‌ ښځې او نجونې تر ټولو زیانمنونکې دي."

bbc
د عکس تشریح، قمر ګل چې پروان کې اوسي وايي تر وسه هېڅ مرستندویه اداره نه ده ورغلې

ښاغلی ګرېفېتس،‌ چې د افغانستان په ګډون، ستونزمن وضعیت او سختو شرایطو کې د مرستې رسولو څو لسیزې تجربه لري، د خپل ماموریت د پایلو په اړه محتاط خو روښانه دریځ لري.

نوموړی د طالبانو د هغو وزیرانو په اړه چې ده ورسره لیدلي، وايي "فکر کوم دوی غوږ ږدي.‌ دوی راته وویل چې مناسب وخت کې به نوي لارښودونه صادر کړي،‌ چې تمه لرم د ښځو د رول پیاوړتیا کې به راسره مرسته وکړي."

ښاغلی ګرېفېتس د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د مرستیالې "امینه محمد" د تېرې اوونۍ په سفر پسې سلاسي وروسته افغانستان ته راغلی.‌

هغه کابل کې راته ویلي وو چې ځینې ناستې او خبرې ډېرې سختې وې.

د ښاغلي ګرېفېتس په وینا تر اوسه د روغتیا او ټولنیزو زدکړو په څېر مهم برخو کې د ښځو کار ته شین څراغ ښودل شوی.

خو دا روښانه ده چې د طالبانو ډیر محافظه کار مشران بېرته ګرځېدو ته لېوال نه دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخوند ټینګار کوي چې "دمګړۍ سړي راسره د ژغورنې هڅو کې کار کوي او د ښځو همکارۍ ته اړتیا نه لرو."

هغه راسره خپل دفتر کې د خبرو پر مهال ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې تورنې کړې چې ګوندې د دوی د دیني باورونو خلاف څرګندونې کوي.

ښاغلي ګرېفېتس یې راته ځواب کې وویل "په خواشینۍ سره (په دې تړاو) موافق نه یم. موږ د افغانستان د فرهنګ او نورمونو درناوی کوو، هغسې چې د نورو هېوادونو چې کار پکې لرو، کوو."

Kabul

د عکس سرچینه، social Media

ښاغلي ګرېفېتس دلته دا هم وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې د بشري مرستو ته لاسرسی عمومآ پام وړ ښه شوی.

هغه سیمې چې پخوا د طالبانو د بریدونو او یا د امریکا په مشرۍ ځواکونو د پوځ عملیاتو له وېرې له لاسرسي بهر وې، اوس ورته په اسانه تګ راتګ کېږي.

طالبان له مګرو ملتونو دا هم غواړي چې د دوی هڅې او لاسته راوړنې دې له پامه نه غورځوي.

په دې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي له ښاغلي ګرېفېتس لیدنه کې ټینګار وکړ چې د کمښتونو او شکایتونو پر ځای د دوی لاسته راوړنې او فرصتونه" شریک کړي.

ګڼو مرستندویه ادارو چې ډېره تکیه یې پر خپلو افغان ښځینه کارکوونکو وه، دمګړۍ خپل فعالیتونه درولي.