افغانستان کې سړې هوا له امله د مړو شمېر ۱۲۷ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه طالب چارواکي ویلي، افغانستان کې د هوا سړې څپې له امله له ۱۲۴ ډېر کسان مړه شوي.
دغه چارواکي ویلي په وروستیو ورځو کې د هېواد له بیلابیلو ولایتونو ټول شوي مالومات ښيي چې ۷۰۰۰۰ څاروي هم د سږني ژمې سړې څپې مړه کړي دي.
د طالبانو حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو لپاره د دولت وزارت چارسمبالي ملا عباس اخندي بي بي سي ته ویلي، لا هم د سختې واورې اورېدو له کبله د افغانستان ډېرو ولایتو ته ورغلې لارې پرې شوي.
نوموړی وايي "پوځيانو د چورلکو په وسیله هڅه وکړه چې ځېنو سیمو ته د خلکو ژغورنې لپاره ورشي، خو د ناسمې هوا له امله غرنیو سیمو کې د چورلکو ناستې ونه شوې."
ملا عباس اخند وویل، راتلونکو۱۰ ورځو کې اټکل شوی چې د تودوخې درجه به لوړه شي خو لا هم د خلکو د زیانمنېدو په تړاو یې اندېښنې شته " تر ډېره هغه کسان چې ژوند یې بایللی، شپانه او ځايي اوسېدونکي وو.
هغوئ روغتیايي اسانیو ته لاسرسی نه درلود."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وویل لېرې پرتو سیمو کې د خلکو د زیان کچه لوړېدلی شي "موږ د هغو خلکو په اړه اندېښمن یو چې لا هم غرنیو سیمو کې مېشت دي. د غرینو سیمو ترمنځ لارې واورو پرې کړي، موټرې پر لارو بندې دي چې پکې ناستو سپرليو یې ژوند بایللی."
د افغانستان په شمال او ختیځو غرنیو سیمو کې چې د هندوکش د غرونو په لمنو کې دي ژمی یې تل سوړ وي، خو سږنی موسم په تېره لسیزه کې تر ټول سخت یاد شوی.
یوازې د هوا سختۍ او کړاو نه د بې وزلۍ او لوږې بار هم د افغانستان د ډیرو وګړو ژوند ننګولی.
بي بي سي په کابل کې له یوې ښځینه عکاسې سره په ګډه د ښار ځینې واټونه ولیدل څه چې پکې ښودل کېږي له لویه سره د ژمي سړې څپې پر دغه هیواد وار له مخه ورغلی بشري ناورین لا پسې ژور کړی.
سخت ژمی او بې وزلي دوه لوی کړاونه چې پر یوه وخت سره یوځای شوي

د عکس سرچینه، نوا جمشیدي
ملګرو ملتونو ویلي و، افغانستان کې دا وار سوړ ژمی د ګڼو ماشوم ژوند ګواښلی شي.

د عکس سرچینه، نوا جمشیدي
بې کارۍ د خلکو لاسونه د خونو له تودولو لنډ کړي. ځینې یې وايي د هغو مېرمنو لپاره لا سخته ده چې په کور کې نارینه نفقه ګټونکی نه لري او بهر په ټولنه کې د میرمنو د کار موکه او اجازه نشته.

د عکس سرچینه، نوا جمشېدي
په پلازمېنه کابل کې ډير شمیر ښاریان د سون توکو پېرلو وس نه لري.

د عکس سرچینه، نوا جمشېدي
ځینې یې وايي د هغو مېرمنو لپاره لا سخته ده چې په کور کې نارینه نفقه ګټونکی نه لري او بهر په ټولنه کې د میرمنو د کار موکه او اجازه نشته.











