د اوکرایین جګړه؛ امریکا وايي باخموت کې تر ۲۰ زرو ډېر روسي پوځیان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES
سپینه ماڼۍ وايي، د اوکرایین باخموت ښار نیولو په جګړه کې تر ۱۰۰،۰۰۰ ډېرو روسي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سپینې ماڼۍ دا هم ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د باخموت نیولو جګړه کې تر ۲۰،۰۰۰ ډېر روسان وژل شوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د نویو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ویلي ۹۰،۰۰۰ نور روسان هلته په جګړه کې ټپیان شوي دي.
امریکا وايي، نیمايي وژل شوي د واګنر ملېشې جنګیالي دي.
که دا شمېرې دقیقې وي، تر جګړې مخکې د باخموت ښار له ۷۰،۰۰۰ نفوس به د روسانو دا تلفات ډېر وي.
مسکو هڅه کوي له تېر کال راهیسې باخموت ښار ونیسي.
ددغه کوچني ښار – چې یوازې څو زره استوګن یې هلته پاتې دي، ولکه کول د جګړې د دواړو غاړو لپاره یو لوی سمبولیک ارزښت لري.
اوکراییني چارواکو هم ویلي، تر خپله وسه هڅه کوي باخموت سقوط نه شي او ډېر روسان پکې ووژل شي.
اوسمهال د باخموت ښار یوه کوچنۍ برخه د اوکرایین په لاس کې ده.
جان کرپي خبریالانو ته وویل: "د باخموت له لارې د ډونباس ښار نیولو لپاره د روسې لویې هلې ځلې ښکاري چې پاتې راغلې دي. روسیه د جګړې په ډګر کې د ځایونو پر نیولو نه توانېږي."
ده زیاته کړه "موږ اټکل کړی چې روسیې ته په جګړه کې د څه باندې ۲۰،۰۰۰ کسانو په وژل کېدو تر ۱۰۰،۰۰۰ ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده".

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES
ښاغلي کربي د اوکرایین لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو دومره یې وویل چې "دوی [اوکرایینیان] دلته قرباني دي. روسیه یرغلګره ده".
بي بي سي ونه توانېده چې په خپلواکه توګه د سپینې ماڼۍ له خوا دا اعلان شوې شمېرې تایید کړي او مسکو یې هم په باب غبرګون نه دی ښودلی.
که باخموت روسان ونیسي، نو مسکو به خپل هغه هدف ته لا ډېر نژدې شي غواړي ټوله ډونیڅک سیمه ونیسي.
دونیڅک د اوکرایین ختیځ او سوېل لپاره مهمه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېده چې بالاخره په تېره سپتمبر میاشت کې د روسیې له لوري تر نظر پوښتنې وروسته له روسیې سره ضمیمه اعلان شوه.
ددې نظرپوښتنې په اړه ګڼې نیوکې وشوې او وغندل شوه او دا یې روسیې ته یو شرم وباله.
شنونکي وايي باخموت لږ سټراټيژیک اهمیت لري، خو هغو روسي قومندانانو ته مهمه نقطه ګڼل کېږي چې کرملین ته د جګړې له ډګره د مثبتو خبرونو راوتلو په درشل کې دي.
په دوشنبه یوه اوکراییني جګپوړي جنرال وویل، په یرغلیز برید کې یې د باخموت له ځینو برخو روسي ځواکونه شاتګ ته اړایستلي خو هلته لا هم وضعیت ترینګلی دی.











