روسیې د اوکرایین پر بېلابېلو ښارونو نور درانه بریدونه کړي

A group of emergency workers stand on top of a bombed building

د عکس سرچینه، Serhiy Lysak

د عکس تشریح، د اوکرایین یوه چارواکي ٰ'سېرهي لیساک' دا عکس دوشنبه له پاولوهراد خپور کړی دی

روسي ځواکونو یو ځل بیا پر اوکرایین د توپخانې او توغندیو درانه بریدونه کړي دي.‌

دا تېرو درېو ورځو کې دا ډول دویم برید دی.

د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې یوازې په خېرسون سیمه کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

په دوی کې درې ماشومان هم شامل دي چې په 'دنیپرو پېتروفڅک' کې ټپیان شوي.

د اوکرایین وسله وال ځواکونه وايي، د دوی هوايي دفاع سیستم د ۱۵ او ۱۸ ترمنځ توغندي شنډ کړي دي.

د دغو بریدونو یو ستر هدف دنیپرو ته څېرمه پاولوهراد ښار و.‌

دغلته د روسیې لخوا یوه ګومارل شوي چارواکي ویلي‌ چې د اوکراییني ځواکونو عملیاتي سرچینې په نښه شوي.

ولادیمیر روګوف د خپل ټلېګرام پر پاڼه لیکلي چې توغندي د اورګاډي پر تاسیساتو او د تېلو په ډېپوګانو لګېدلي دي.

خو په دغو بریدونو کې ۱۹ استوګنیزو بلاکونو، ۲۵ شخصي کورونو، ۶ ښوونځیو او وړکتونونو او ۵ هټیو ته هم زیان اوښتی دی.

د اوکرایین پوځ له اوږدې مودې راهیسې د سترو ځوابي عملیاتو د پیل خبره کوي، خو دا لا مشخصه نه ده چې دغه عملیات به کله او له کوم ځای پیل ش‍ي.

Grad in the field
د عکس تشریح، اوکرایین له لوېدیځ د نورو وسلو او تجهیزات غوښتنه هم کړې ده

پاولوهراد د جګړې د لومړۍ کرښې ۱۱۰ کیلومترۍ کې پروت او د اوکرایین تر کنټرول لاندې دی.

د اوکرایین د 'دنیپرو پېتروفڅک' پوځي ادارې دا یوه "غم لړلې شپه او سهار" بللی دی.

پلازمېنه کیېف کې هم د پوځي ادارې مشر سېرهي پوپکو ویلي، چې د دغه ښار فضا کې د روسیې توغندي په نښه او شنډ‌ شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې له لوېدیځه د لا ډېرو پوځي تجهیزات له ور رسېدو سره د اوکرایین هوايي دفاع سیستمونه پیاوړي شوي.

خېرسون کې هم چې لا یې یوه برخه د روسیې تر کنټرول لاندې ده، د اوکرایین ځايي چارواکو ویلي چې روسانو دغلته ۳۹ بریدونه کړي.

دوی زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې ځمکنې وسلې، ډرون او جنګي الوتکې درېواړه کارول شوي.

Buk Air Defence designed to shoot down plane missiles
د عکس تشریح، د هوايي دفاع سیستمونو اوکرایین سره پر خپله فضا د کنټرول ډېرېدو کې مرسته کړې

روسیې د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې پوځ یې د اوکرایین ریزرف قطعې په نښه کوي.

له دې سره اوکراییني چارواکو نن دوشنبه ویلي چې ځواکونو یې باخموت ښار کې روسان له ځینو سیمو په شا تمبولې دي.

باخموت د اوکرایین ختیځ کې پروت او له څو میاشتو راهیسې د خونړیو جګړو شاهد دی.

د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال اولېکساندر سیرڅکي د ټلېګرام یوه پیغام کې ویلي، چې دغلته وضعیت "خورا کړکېچن" دی خو د نوموړي په وینا "دښمن د دغه ښار د کنټرول ترلاسه کولو توان نه لري."

هاخوا روسي چارواکي وایي چې اوکرایین یې د یکشنبې پر ورځ په یوه سرحدي کلي هوايي برید کړی او ۴ کسان یې وژلي دي.