اوکرايين کې جګړه: باخموت ښار کې نښتې شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ختیځ دونیڅک سیمه کې څو بریدونه شنډ کړي دي.
روسي ځواکونه ادعا کوي چې دوی به ډېر ژر د باخموت ښار ونیسي، او د واګنر روسي پلوه ملېشو ډلې مشر، وايي ښار تر محاصرې لاندې دی.
بريتانيا هم ويلي، چې روسي ځواکونو د دغې ډلې په همکارۍ د دغه ښار له شمال لوري د پام وړ پرمختګ کړی دی.
که روسان دا ښار نیسي دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د روسي ځواکونو د پام وړ لاس ته راوړنه وي
د روسیې د دفاع وزیر سرګې شويي ګو په یو کم ساري سفر کې د اوکرایین د جګړو لیکو ته ورغلی او هتله یې پوځیانو ته مډالونه ورکړی دي
خو د باخموت ښاروالۍ مرستیال الکسندر مارچینکو وايي کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده. نوموړي بي بي سي ته وویل روسي ځواکونه غواړي ښار په بشپړ ډول ویجاړ کړي.
د ده په وینا، "ښار نژدې ټول ویجاړ شوی ، هېڅ داسې ودانۍ نشته چې زیان ورته نه وي رسېدلی. د ښار ځینې استوګنیزې برخې بېخي ویجاړې شوې، سوداګریزې ودانۍ هم ویجاړې شوې دي. روسي ځواکونه هر ډول توغندي توغوي او هر هغه ځای په نښه کوي چېرته چې اوکراييني پوځیان نشته. دوی د ښار خوندي کول نه غواړي یوازې هدف یې د خلکو وژل او د اوکرایینیانو نسل وژنه ده. د ښار برخې سره جلا شوې ځکه پلونه نړیدلي دي ، روسیه غواړي باخموت لکه د ماریوپول او اپاسنا په څېر بشپړ ویجاړ کړي."
ښاغلی مارچینګو وايي باخموت د اوکرایین لپاره ستراتیژیک ارزښت لري او یو اېنچ یې هم باید روسانو ته پرېنښودل شي.
نوموړی وايي، "موږ باید خپله خاوره او خلک وساتو ، پر دې سیمه کاروبارونه باید وساتو. ځکه یې باید وساتو چې که روسانو ونیوله بېرته اخیستل به یې ډېر سخت وي. دا مسله پوځ پورې اړه لري خو موږ اړتیا لرو چې دا سیمه باید د اوکرایین تر کنټرول لاندې وي. "

د عکس سرچینه، AFP
له بلې خوا د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویېګو په یو ناڅاپي ډول د دونیڅک سویلي سیمې ته تللی چې روسي ځواکونو له اوکرایینه نیولې ده.
په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې هغه روسي سرتېرو ته مډالونه ویشي. بل ځای ښکاري چې د روسیې دفاع وزیر جګړه کې په یوه ویجاړه شوې سیمه کې ګرځي.
له شپږو میاشتو راهیسې روسي ځواکونه هڅه کوي چې د دونیڅک سیمې اړوند باخموت ونیسي ، که روسیه دا ښارګوټی ونیسي نو په تېرو شپږو میاشتو کې به د روسیې لپاره په پوځي ډګر لویه لاسته راوړنه وي.
د اوکرایین ولسمشر تېره اوونۍ وویل چې په ختیځ دونیڅک کې وضعیت کړکیچن دی. ولودیمیر زېلينسکي وړمه ورځ یو ځل بیا د درنې وسلې غوښتنه تکرار کړه. ده وویل توپونو، جنګي الوتکو او مرمیو ته اړتیا ده.
دې لړ کې امریکا پرون اعلان وکړ چې د پوځي مهمات لپاره یې نور ۴۰۰ ملیونه ډالره بیل کړي چې اوکرایین ته به ورکړل شي.












