اوکرايين ته د امريکا د ولسمشر سفر؛ بايډن د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې

جو بايډن او زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه ناڅاپي سفر د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته تللی دی.

دا پر روسیې د اوکرایین یرغل راهیسې د ښاغلي بایډن لومړنی سفر دی.

چارواکو د مخه ویلي وو چې کیېف کې د "یو مهم مېلمه" راتلو ته چمتووالی روان دی، د ترافیکي ګڼې ګوڼې لپاره د پلازمېنې لوی سړک هم د لنډې مودې لپاره تړل شوی و.

خو له دې ټول چمتووالي سربېره بیا هم کره نه وه چې دا ځانګړی مېلمه به د امریکا ولسمشر وي.

د نیویارک ټایمز د رپوټونو له مخې، اوکرایین ته د بایډن پټ سفر د پولڼد له پولې د اورګاډې له لارې شوی دی.

رپوټونه وايي، چې کیېف ته د ښاغلي بایډن سفر د امنیتي اندېښنو له امله پټ‌ ساتل شوی و.

چارواکو هم دا خبره رد کړې وه، چې بایډن به ختیځي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې له اوکرایینه لیدنه کوي.

اوکراییین

د عکس سرچینه، Reuters

دا ناڅاپي لیدنه داسې حال کې کېږي چې نوموړی ګاونډي هېواد پولنډ ته د ولسمشر اندریج دودا لیدو ته تللی و.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د ښاغلي بایډن د راتلو هرکلی وکړ او دغه هېواد سره یې د مرسته شویو وسلو لپاره ترې مننه وکړه.

د امریکا ولسمشر ویلي د پوتین دا فکر ناسم و چې دی کولی شي اوکرایین او د هغه متحدینو ته ماته ورکړي.

په یوه تلویزیوني کډ بیان کې چې ولسمشر بایډن یې هم تر څنګ ناست و ښاغلي زېلینسکي وویل: "ډیموکراتیکه نړۍ" باید "دا تاریخي مبارزه وګټي."

زېلینسکي د دغه سفر پر اهمیت هم وغږېد او زیاته یې کړه چې، "دا د امریکا او اوکرایین د اړیکو په تاریخ کې تر ټولو مهم سفر دی، زمونږ نننۍ خبرې خورا ګټورې وې."

نوموړی همدار راز ویلي چې زمونږ د نننۍ لیدنې پایلې به خامخا ووینئ او د جګړې په ډګر کې به یې اغېز محسوس شي.

بایډن په خپله وینا کې د اوکرایین زړورتیا وستایله. له دې وړاندې هم جو بایډڼ شپږ ځله کيېف ته تللی و هغه مهال چې نوموړی د ولسشمر مرستیال و.

هغه وویل، "پوهېدم چې زه به بېرته راځم."

ولسمشر بایډن د امریکا پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ. ښاغلي بایډن د اوکرایین لپاره د توپونو مهماتو او د هوايي څار رادارونو په ګډون نوې پوځي مرستې اعلان کړې.

له دې وړاندې ښاغلي بایدڼ ویلي وو چې واشنګټن به کيېف سره د ۵ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته برابره کړې چې سبا به اعلان شي.

بایډڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

سپینې ماڼۍ پرون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی و چې پولنډ ته د بایډن د سفر موخه د اوکرایین پر ملاتړ بحث او خبرې دي.

دغه خبرپاڼه کې راغلي، "ولسمشر بایډن به پر اوکرایین د بې دلیله او وحشیانه برید د یو کلنۍ له پوره کېدو وړاندې خپلې څرګندونې وکړي، او په دې اړه به وغږېږي چې امریکا د اوکرایین د خلکو ملاتړ لپاره څنګه نړۍ راټوله کړي. ځکه چې اوکرایینیان د خپلې ازادۍ او دیموکراسۍ دفاع کوي او مونږ به تر هغې ورسره ولاړ یو چې څومره جګړه وخت نیسي."

د بلومبرګ نیوز رپوټونه کاږي چې، د بایډن اداره پر روسیې د لا نورو بندیزونو د لګولو پلان لري.

دا نوي بندیزونه به د روسیې پر صادراتو او د دفاع او انرژۍ پر سکتورونو او یو شمېر اشخاصو وي.

دا رپوټونو تر اوسه امریکا نه دي تائید کړي خو هر ډول نوی بندیز به روانه اوونۍ او پر اوکرایین د روسیې د یرغل د کلیزې له پوره کېدو وړاندې وي.

تمه ده چې اروپايي ټولنه هم پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو اعلان وکړي.

ټاکل شوې چې د دغې ټولنې بهرنیو چارو وزیران د اوکرایین د وضعیت په اړه نن په بروکسل کې غونډه وکړي.

تمه کېږي چې د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا هم دغه غونډه کې ګډون وکړي او پر روسیې د نویو بندیزونو په اړه به پکې خبرې وشي.