بایډن پوتین ته پر اوکرایین د یرغل له کبله د سزا ورکولو ګواښ وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد کانګرېس ته ویلي، ولادیمر پوتین پر اوکرایین له برید مخکې د لوېدیځوالو احتمالي غبرګون په هکله خورا ناسم قضاوت کړی دی.
ولسمشر بایډن په خپله وینا کې کلک هوډ څرګند کړ چې ازادي به د ظلم او استبداد پر وړاندې بریا ویني.
د امریکا کانګرېس دیموکرات او جمهوریپال غړو په یوه خوله د ولسمشر بایډن هغه غږ بدرګه کړ، چې له اوکرایین سره یې د یو موټیوالي په پار پورته کړ.
د سې شنبې پر شپه امریکا کانګریس ته په خپله کلنۍ وینا کې ولسمشر بایډن وویل:
''د پوتین جګړه له مخکې پلان شوې او بې دلیله وه. ده د دیپلوماسۍ پرلپسې هڅې رد کړې. ده فکر کاوه، لوېدیځوال او ناټو به غبرګون نه ښيي او ده فکر کاوه، موږ به دلته په خپل کور کې سره ووېشي. ''
ښاغلي بایډن چې له افغانستانه یې خپل پوځیان په خورا ګډوډۍ کې وایستل او له همدې کبله یې په خپل هېواد کې محبوبیت لږ شوی و، کانګرېس غړو ته وویل:
''پوتین په غلطۍ و، موږ چمتو وو. ''
نوموړي اعلان وکړ چې د امریکا هوايي حریم کې به پر روسي الوتکو بندیز ولګوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده، چې اروپايي او کاناډايي چارواکو له دې مخکې ورته اعلان کړی دی.
امریکا او متحدینو یې پر اوکرایین د روسي پوځیانو له یرغل وروسته د روسیې پر ضد پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي، چې دې کې پر ولادیمر پوتین لګول شوي شخصي بندیزونه هم شامل دي.
ولسمشر بایډن په خپله وینا کې پر ولسمشر پوتین د نورو بندیزونو خبرداري په تړاو له لیکلو تورو تېر شو او زیاته یې کړه:
''دی لا نه پوهېږي، چې راتلونکي کې به څه ورپېښ شي. ''
امریکا ولسمشر دغه راز د اوکرایینۍ سفیرې اکسانا مارکاروا هرکلی وکړ، چې د امریکا لومړۍ مېرمنې لپاره ځانګړي ځای کې د کېناستو پر مهال یې د درناوي لپاره د امریکا کانګرېس غړي ودرېدل.








