اوکرايين کړکېچ: پر کيېف د روسانو بريدونه

د ویډیو تشریح، اوکرايين کړکېچ: پر کيېف د روسانو بريدونه

د اوکرايين وسله وال ځواکونه وايي له بېګا شپې راهیسې يې چې نوی کال رادربره کېده، ۴۵ ايراني ډرونونه غورځولي، چې روسيې توغولي وو، ۳۲ يې پر ځايي وخت د شپې له نيمې راهيسې ويشتل شوي دي.

د ډرونونو دغو بریدونو کې د کيېف په ګډون د اوکرايين بېلابېل ښارونه په نښه شوي دي.

پر دې سره بېره پرون هم توغنديز بريدونه شوي او د توپچي ګوزراونه لا روان دي.

ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي ويلي، هېواد يې تر بري پورې له جنګېدو پرته بل هېڅ غوراوی نه لري.

د بي بي سي خبريال هيوګو بچېګا له کيفه راپو رلري.