د اوکرايين جګړې يو کال
پر اوکرایین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت، ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ژمنه کړې چې اوکرایین به د دې جګړې ګټلو لپاره هرڅه وکړي.
د اوکرايين جګړې په ترڅ کې روسي پوځیانو کور ته زنګونه وهلي او د اوکرایین پوځ یې خبرې اورېدلي. د بي بي سي خبریال کلایب مایري او فلم اخیستونکي یې ټوني براون او انا پنټوخووا د هېواد په شمال ختیځ کې ایزوم ښار ته تللي وو .
دلته یې په جګړه کې د روسي سرتېرو مرګژوبله لیدلې او له یوې اوکرایینۍ سره یې خبرې کړي چې وايي په دوزخ کې ژوند کوي.