اوکرايين جګړه: له باخموت ځانګړی راپور
د اوکرایین په ختیځ باخموت کې، د اوکراییني پوځ دوو لواو چې د ښار له جنوبي څنډې دفاع کوي تېره اوونۍ بي بي سي ته اجازه ورکړه چې پوستې یې له نژدې وګوري. ځکه دغلته د ښار شاوخوا سختې جګړې روانې دي.
دغو کسانو څو میاشتې د روسیې د منظمو پوځي ځواکونو او د واګنر خصوصي پوځي ډلې له خوا له ګومارل شویو بندیانو سره مخامخ جګړه کړې.
اوکرایینیان وايي تر دوی د روسیې تلفات خورا ډېر دي، خو هغوی د ښار او شاوخوا کلیو نیولو لپاره نوې لارې کاروي.
زموږ خبریال کوېنټېن سمرویل او فلم اخیستونکي یې ډرن کانوی دغه رپوټ را لېږلی دی: