روسیه کې د اوکرایین پولې ته نږدې پر بار وړونکي اورګاډي چاودنه شوې

اورګاډی

د عکس سرچینه، TWITTER

اوکرایین سره پولې ته څېرمه د روسیې بریانڅک سیمه کې د دوشنبې پر ورځ پر یوه باروړونکي اورګاډي چاودنه شوې ده.

د ځايي ادارې مشر الکساندر بوګوماز ویلي چې دا چاودنه د بریانڅک او یونېچه ترمنځ د اورګاډي په پټلۍ شوې.

دا سیمه له اوکرایینه ۶۰ کیلومتره لېرې او بېلاروس ته هم نږدې ده.‌

دغلته پر اوکرایین له یرغل راهیسې د سبوتاژ داسې نورې ګڼې پېښې هم شوې دي.

د روسیې د اورګاډو ادارې ویلي چې دا پېښه د مسکو پر مهال د سهار په ۱۰ بجو او ۱۷ دقیقو شوې او دا چې پایله کې یې د اورګاډي مخکینۍ (د اینجن برخې) اور اخیستې او د بار اووه خونې یې اوښتې دي.‌

رپوټونو کې راغلي چې دغه اورګادي لرګي او تېل لېږدول.

دا نه دي ویل شوي چې دې پېښه کې مرګژوبله هم اوښتې که نه.

ښاغلي بوګوماز پر خپل ټلېګرام لیکلي چې "د بریانڅک – یونېچه ترمنځ د اورګاډي لیکې د ۱۳۶ کیلومترۍ نښې سره یوه ناپېژانده شي چاودنه کړې."

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې د اورګاډې سوځېدلې خونې ښکاري چې لا هم لوګي ترې خېږي.

السکاندر بوګوماز د شنبې پر ورځ ویلي و چې اوکراییني ځواکونو د پولې ۱۲ کیلومترۍ کې پر سوزېمکا کلي د توپخانې ډزې کړې او څلور کسان یې وژلي دي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

همدا راز د روسیې په شمال لوېدیځ کې د لیننګراد سیمې والي السکاندر دروزدینکو هم د دوشنبې پر ورځ ویلي چې دغلته د یوې چاودنې له کبله د برېښنا مزي پرې شوې دي.

دا پېښه د سنت پیترزبورګ د سویل ۶۰ کلومترۍ کې سوسانینو کلي ته نږدې شوې ده.

ښاغلي دروزدینکو زیاته کړې چې یوه بله مشکوکه چاودېدونکې وسیله شنډه کړل شوې.

د سبوتاژ دا تازه پېښې داسې مهال شوې، چې روسیې تېره شپه او نن سهار وختي یو ځل بیا د اوکرایین لروبر پر بېلابېلو ښارونو درانه بریدونه کړي دي.

دغو بریدونو کې د اوکرایین مرکزي دنیپرو ښار ته نږدې د پاولوهراد لوجیستیکي‌ مرکز پراخې وېجاړۍ اوښتې دي.

ځايي چارواکو د لسګونو کورونو د زیانمنېدو او ۳۴ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په ورته مهال د اوکرایین پوځ ویلي چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د روسیې له ۱۵ تر ۱۸ توغندي په هوا کې ویشتلي او لمنځه وړي‌ دي.‌