د روسیې تر کنټرول لاندې کرایمیا کې د ډرون برید؛ د تېلو زېرمتون په نښه شوی

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکرایین کرایمیا کې چارواکي وايي چې دغلته د بې پیلوټه الوتکې برید کې د تېلو یوه زېرمتون اور اخیستی دی.

د شنبې سهار د کرایمیا له مرکزي سېواستوپول ښاره پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې ظاهرآ د تېلو له یوه زېرمتون د اور لمبې خېژي.‌

دا اور وروسته وژل شوی او ویل شوي چې مرګژوبله پکې نه ده اوښتې.‌

دا مالومات د روسیې لخوا ګومارل شوي ځايي والي میخایل رازوژایېف ورکړي دي.

هغه پر خپل ټلېګرام لیکلي "د لومړنیو رپوټونو له مخط [دا اور] د ډرون برید له کبله لګېدلی دی."

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کرایمیا لاندې او په خپلې خاورې پورې وتړله.

مسکو اوس دې ټاپو وزمه کې د خپل تور سمندر د بحریه ځواک مرکزي اډه جوړه کړې.

روسي چارواکو تېره اوونۍ هم دغلته د اوکراییني پوځ د یوه ډرون برید خبر ورکړی و.

د یادونې ده چې کرایمیا کې له دغه تازه برید یوه ورځ مخکې (جمعه) روسي ځواکونو د اوکرایین لروبر پر بېلابېلو ښارونو خونړي هوايي بریدونه وکړل.

دا تېرو څو میاشتو کې د دې بڼې لومړني بریدونه وو.

اوکراییني چارواکو په دغو بریدونو کې د لږترلږه ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د روسیې هوايي بریدونه

اوکرایین

د عکس سرچینه، UKRAINE STATE EMERGENCY SERVICE

روسي ځواکونو د کيېف په ګډون د اوکرايين پر ګڼو ښارونو هوايي بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې یې تر اوسه لږ تر لږه د ۲۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

چارواکي وايي، د یوه ماشوم په ګډون لس تنه د اومن ښار په مرکزي سیمه کې پر یوې ودانۍ د برید په پایله کې وژل او یوولس ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي.

د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي ویلي، ویجاړه شوې وداني له هغو لسو یوه وه چې هستوګنيزې دي.

همدا راز د ځايي سیمې ښاروال ویلي چې په دنيپرو ښار کې هم یوه ښځه او یوه درې کلنه ماشومه وژل شوې دي.

ښاغلي زیلېنسکي همدا راز ویلي، له تازه بریدونو داسې ښکاري چې د روسیې په خلاف د نړیوالو لا سخت عمل ته اړتیا ده.

ده په یوه ټوېټ کې روسیې ته په اشاره یادونه کړې چې، "بدی د وسلې په زور منع کېدای شي او زموږ دفاع کوونکي دغه کار کوي. دا د بندیزونو په لګولو سره درېدلی شي، باید نړیوال بندیزونه پرې ولګېږي"

د کيېف ښار لپاره د اوکراييني ځواکونو مشر وايي، دا په تېرو ۵۱ ورځو کې پر پلازمېنې د روسیې لومړنی توغندیز برید دی چې تر سره کېږي.