روسیه: واشنګټن ته د زېلېنسکي سفر ښيي چې اوکرایین او امریکا سوله نه غواړي

Volodymyr Zelensky and Joe Biden at joint press conference in Washington

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته دا بهر ته د ولسمشر زېلېنسکي لومړنی سفر و.
    • Author, پهلیان چترجي
    • دنده, بي بي سي

روسي چارواکو امریکا متحدو ایالتونو د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي پر سفر سختې نیوکې کړې او دا یې د روسیې پر ضد د امریکا غیر مستقیمه جګړه بللې.

بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکرایین سره د یوه پرمختللي هوايي دفاع سیسټم په ګډون د یو اعشاریه ۸۵ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د امریکا کانګرېس ته وینا کې ولسمشر زېلېنسکي د امریکايي مرستو د دې اعلان هرکلی کړی.

خو د امریکا لپاره د امریکا سفیر وايي، ''پاروونکي اقدامات به تاوتریخوالی ډېر کړی، چې سخت عواقب به ولري. ''

اناتولي انتونوف د روسیې دولتي رسنیو ته ویلي، مسکو په هره کچه د عادي احساس غوښتنه کوله، خو کیېف ته د پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم ورکولو ژمنې ''سخته ګډوډي '' رامنځته کړې.

د یادونې ده، چې پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم ګران بیه، ګټور او پرمختللی نظام دی. سپینه ماڼۍ وايي، دا نظام به د اوکرایین پر بنسټیزو تاسیساتو ''د روسیې له ظالمانه بریدونو د دفاع لړ کې مهم رول ولري. ''

مسکو وايي، واشنګټن ته د ښاغلي زېلېنسکي د سفر په ترڅ کې د سولې هېڅ غږ نه دی اورېدل شوی او د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف په خبره دا ښيي چې امریکا د روسیې پر ضد نیابتي جګړه کوي.

US President Joe Biden (R) holds a bilateral meeting with Ukrainian President Volodymyr Zelensky (L) in the Oval Office at the White House

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، Volodymyr Zelensky (L) with Joe Biden

ښاغلي پیسکوف زیاته کړه: ''پاټریاټ سیسټم به د ځانګړو عملیاتو لړ کې د روسیې هدفونو ترلاسه کولو مخه و نه نیسي. '' د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروفا په دې هکله وايي: ''په واشنګټن کې خبرو ثابته کړه چې نه اوکرایین او نه هم امریکا سوله غواړي، بلکې په اسانو ټکیو باید وویل شي چې دوی د جګړې دوام نیت لري. ''

بل لور د اوکرایین ولسمشر د امریکا کانګرېس ته وینا کې وویل، هېواد یې ''ژوندی دی '' او مسکو ته به تسلیم نه شي. د امریکا یو اعشاریه پنځه اتیا میلیارده مرستې تر څنګ چې مخکې اعلان شوې، د ۴۵ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې یوه بله غوښتنه هم د امریکا سېنټ یا مشرانو جرګې پر وړاندې پرته ده.

ښاغلي زېلېنسکي د دې مرستې د منظورۍ هیلې څرګندولو تر څنګ ویلي، دا به ''زموږ د ارزښتونو او ازادۍ په دفاع کې مرسته وکړي. ''

خو داسې نښې نښانې شته، چې د امریکا ملاتړ به له سختې ارزونې سره یو ځای وي، ځکه د جمهوریتپالو ملاتړ کې کموالی ښکاري.

په نومبر کې یوه تر سره شوې سروې ښيي چې تر نیمايي یو څه زیات جمهوریتپال رایې ورکوونکي د هغو مرستو ملاتړ کوي چې اوکرایین ته ورکول کېږي، خو په تېره مارچ میاشت کې د دې ملاتړ کچه اتیا سلنې ته رسېده.