اوکرایین کې د جګړې په اړه ډېر پټ امریکايي اسناد ډاګیز شوي

د اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، Reuters

امریکايي او نور لوېدیځ کارپوهان د هغو لسګونو پټو اسنادو د ډاګیزونې د سرچینې د موندلو هڅه کوي چې پر انټرنېټ خپاره کړل شوي دي.

په دغو اسنادو کې د اوکرایین د هوايي دفاع د سیستمونو په اړه جزییات هم دي.

په دې اسنادو کې نخچې، تشریحي رسمونه او انځورونه هم دي.

پر دغو ځینو اسنادو د (ډېر محرم) نښه هم لګول شوې ده. په اسنادو کې د جګړې د دواړو غاړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات هم شته، همداشان د هرې جنګېدونکې غاړې د کمزورۍ ټکي او تر ټولو مهمه دا چې د دواړو خواوو د قوت راز به څه کې دی چې دا جګړه دومره وغځېده.

دا پر اوکرایین د روسیې له یرغل ۱۴ میاشتې تېرېدو سره په اوکرایین کې د جګړې په اړه د امریکا تر ټولو لوی ډاګیز شوي اسناد ګڼل شوي. د ځینو اسنادو عمر یوازې شپږو اونیو ته رسېږي، خو احتمالي پایلې یې لویې اټکل شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون)‌ کې د چارواکو له خولې ویل شوي، چې دا ډاګیز شوي اسناد حقیقت لري.

ویل شوي چې د افشا شویو اسنادو شمېر ۱۰۰ ته رسېږي.

بي بي سي له دغو اسنادو څه باندې ۲۰ یې ترلاسه کړي چې اوکرایین ته د روزنې او ملاتړ توکو په اړه تفصیلي معلومات هم پکې شته او د هغو لومړی لاس نویو معلوماتو لسګونه اسناد پکې دي چې ښايي له مخې یې اوکرایین په څو اونیو کې بریدونه پیل کړي.

په افشا شویو اسنادو کې له اوکرایین سره د لوېدیځ ملګرو د ټانکونو، توپونو او جنګي ګاډو د راغونډولو او ثبتېدو په اړه هم معلومات شته.

په ځینو اسنادو کې (د خټینې کلکې ځمکې په اړه د مهالوېش) په تړاو نخچې هم شته.

دغو معلوماتو کې څومره یې نوي دي؟

د اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، Reuters

ډېری جزییات یې روښانه دي. د بېلګې په توګه، د قربانیانو د شمېر په اړه، وړاندې امریکا اټکل کړی و چې پر اوکرایین د روسیې یرغل کې د مسکو ۱۸۹ نیمو زرو او ۲۲۳ زرو ترمنځ روسي پوځیان وژل شوي.

خو د اوکرایین تلفات بیا ۱۲۴نیم زرو او ۱۳۱ زرو ترمنځ اټکل شوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا اسناد چا او ولې ډاګیزه کړي دي؟

ځینې پوځي کارپوهان وايي، چې ښايي د دغو معلوماتو افشا کېدل د روسي قومندانانو د ګمراهۍ لپاره د لوېدیځ یوه دسیسه وي.

خو په افشا شویو اسنادو کې د اوکرایین د مقابل برید په اړه یادونه نه ده شوې.