زېلېنسکي: یوازې 'دیپلوماسي' د اوکرایین جګړه ختمولی شي

Ukrainian President Volodymyr Zelensky

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي، د ښکاره پوځي بریا پرځای یوازې دیپلوماتیک پرمختګ جګړه ختمولی شي

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي، د ښکاره پوځي بریا پرځای یوازې دیپلوماتیک پرمختګ جګړه ختمولی شي.

نوموړي دا څرګندونې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د خبرو د درېدو په درشل کې کړې دي.

نوموړي د اوکرایین تلوېزیون ته وینا کې ویلي، هېواد یې د جګړې په ډګر کې بریالی کېدای شي، خو هرڅه د "خبرو پر مېز " په قطعي ډول درېدلی شي.

زېلېنسکي ویلي، جګړه به "خونړۍ وي، جګړه به دوام ومومي، خو په قطعي ډول به د دیپلوماسۍ له لارې پای ومومي".

خو نوموړي دې ته هم اشاره وکړه چې د کار به اسان نه وي، ځکه چې هېڅ کوم اړخ له هېڅ شي نه تېرېږي.

د کېیف د خبرو اصلي مخته وړونکي مخایلو پودولیاک د سې شنبې په ورځ وویل، خبرې وځنډول شوې.

یوه ورځ وروسته، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوښمنۍ پای ته رسولو لپاره د کېیف چارواکي په تمایل نه لرلو تورن کړل.

روسي رسنۍ وايي، تر ټولو نژدې خبرې یوه میاشت مخکې د اپرېل پر ۲۲مه شوې وې.

د اوکرایین جګړه؛ د امریکا ۴۰ میلیارد ډالري لایحه

بایډن

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن یوه لایحه لاسلیک کړې ده چې پکې ۴۰ میلیارد ډالر (۳۲ میلیارد پونډه) د اوکرایین د جګړې لپاره ځانګړي شوي دي.

دا په تېره فبرورۍ کې د روسیې تر یرغل پیلېدو وروسته د امریکا د همکارۍ تر ټولو لویه بسته ده.

دې لایحه کې - چې له مخې به یې تر راتلونکو پنځو میاشتو له اوکرایین سره مرسته وشي - شپږ میلیارد ډالره بودیجه د زغره والو نقلیه وسایلو او هوايي دفاع لپاره ځانګړې شوې ده.

دا مهال ښاغلی بایډن اسیا ته د خپل څلور ورځني سفر پرمهال په سوېلي کوریا کې دی. نوموړي په سیول کې وویل، چې پر اوکرایین د روسیې یرغل پر "اصلي نړیوالو اصولو" برید دی.مسکو له څو میاشتنۍ جګړې وروسته د اوکرایین د سویل ماریوپول ښار کې د بشپړې بریا اعلان کړی.‌

روسي چارواکي وايي‌ د ماریوپول د پولادو ازوفستال فابریکه کې وروستي کلابند اوکراییني ځواکونه هم ورته تسلیم شوي‌ دي.‌

دا اوکراییني‌ سرتېري له میاشتو راهیسې د دې فابریکې د ځمکتل تونلونو کې ځای پر ځای شوي وو.

د روسیې دفاع وزارت وايي‌ د وروستیو ۵۳۱ کلابندو اوکراییني‌ سرتېرو په تسلیمېدو سره د پولادو دا فابریکه په بشپړ ډول ازاده شوه او د دوی ځواکونو تر ځمکې لاندې پر هغو تاسیساتو هم کنټرول ترلاسه کړ،‌ چې دا‌ سرتېري پکې پټ وو.‌

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي هم منلې چې وروستي سرتېري یې له دې کارخونې وتلي دي.‌

د تسلیم شویو اوکراییني سرتېرو برخلیک

Image shows bus

د عکس سرچینه، Reuters

د روسي چارواکو به حواله له دې وروستۍ جوپې سره ماریوپول کې د پولادو له ازوفستال فابریکې دوی ته د ټولو تسلیم شویو اوکراییني‌ سرتېرو شمېر ۲۴۳۹ تنو ته رسېدلی.‌

مسکو دا نه دي‌ ویلي چې له دې کارخونې وروستي وتلي سرتېري چېرته لېږدول شوي،‌ خو مخکې هلته تسلیم شوي پوځیان د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته انتقال شوي‌ دي.‌

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې، چې بي بي سي یې په خپلواک ډول کره والی نشي تائېدولی، ښکاري چې د بې وسلې سړیو یوه لیکه روسي‌ ځواکونو ته ولاړه ده، په نوبت خپل نومونه ورته وايي‌ او روسي پوځیان یې په احتیاط تالاشي اخلي.‌

اوکراییني‌ چارواکي‌ هیله من دي‌ چې خپل دغه پوځیان به مسکو سره د بندیانو د تبادلې له لارې بېرته راخوشې کړای شي.‌

خو مسکو تر اوسه نه ده تائید کړې چې په دې تړاو دې کومه هوکړه شوې وي.

Russian servicemen patrol the destroyed part of the Ilyich Iron and Steel Works in Ukraine's port city of Mariupol on May 18, 2022, amid the ongoing Russian military action in Ukraine

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسيي ځواکونه د ګزمې په حال کې

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین ویلي له دوی سره به د اړوندو نړیوالو قوانینو رڼا کې چلن وشي.

خو روسي قانون جوړوونکو بیا د تېرې سې شنبې پر ورځ داسې پلان رامخ ته کړ چې له مخې یې ازوف جنګیالي 'نازي جنایتکار' ګڼل کېږي‌،‌ او باید د بندیانو د تبادلې برخه ونه اوسي.

له دې سره د روسیې لویې څارنوالۍ بیا د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي‌ چې د ازوف جنګیاليو ډلګۍ ترهکر سازمان اعلان کړي.

دا د دې مخه نیسي چې دغو جنګیالیو سره دې د جنګي بندیانو د کنوانسیون له مخې چلن وشي.