د امریکا سنا اوکرایین سره د ۴۰ میلیارد ډالرو مرستې ټولګه تصویب کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د متحدو ایالتونو سنا دغه هېواد لخوا اوکرایین سره د ۴۰ میلیارد ډالرو نوې مرسته تصویب کړه.دا د روسیې له یرغل راهیسې اوکرایین سره د مرستې تر ټولو ستره ټولګه ده.
د امریکا د سنا ۸۶ غړو د مرستې دې سترې ټولګې ته مثبته او ۱۱ مخالفه رایه وکاروله.
اوکرایین سره دا مرسته د جوبایډن حکومت غوښتې وه.
له دې ټولګې سره د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکرایین سره د امریکا لخوا د شویو مرستو کچه شاوخوا ۵۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
په دې نوې ټولګه کې پر پوځي برخه سربېره اقتصادي او بشردوستانه مرستې هم شاملې دي.
کیېف ته دا مرسته داسې مهال منل کېږي چې په ختیځ او سویل کې اوږدمهاله جګړې ته چمتووالی نیسي.

د عکس سرچینه، Reuters
تر دې وړاندې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی و چې اوکرایین سره د مرستو مخکینۍ تصویب شوې بودیجه د پنجشنبې پر ورځ پای ته رسېږي.
د امریکا سنا کې د دې مرستې د لایحې په اړه رای اچونه ځنډېدلې وه او وروستي ګام به دا وي چې ولسمشر بایډن یې امضاء کړي.
ښاغلي بایډن ویلي د مرستو دا ستره ټولګه نړۍ ته دا پیغام رسوي چې د امریکا خلک د زړورو اوکرایینیانو تر څنګ درېږي چې د خپلې ازادۍ او ډیموکراسۍ دفاع کوي.
هغه زیاته کړې غواړي چې اوکرایین هم د جګړې ډګر کې او هم د مذاکراتو پر مېز پیاوړی واوسي.
د زېلېنسکي هرکلی
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د امریکا د دغو نویو مرستو هرکلی کړی.
هغه د ټویټر یوه پوست کې دا ټولګه "اوکرایین، اروپا او نړۍ کې د سولې او امنیت ټینګښت سره مهمه مرسته" بللې ده.
د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري برماک هم ویلي چې د مرستو دا ټولګه به د روسیې ماتېدو کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې "موږ په ډاډ سره او په ستراتېژیکه توګه د بریا پر لور ځو. له خپلو متحدانو منندوی یو."









