ماریو پول: ۸۰ ورځې چې دغه غوړېدونکی ښار یې ړنګ کړ

Residents of Mariupol walk towards the theatre in 2019

د عکس سرچینه، Shutterstock

ماریوپول له نژدې دریو میاشتو پرله پسې بریدونو وروسته د روسي پوځ لاس ته ولوېد. د اوکرایین پوځ ویلي د دغه ښار کلابنده صنعتی تراړه کې یې پوځي مقاومت پای موندلی.

ماریوپول د روسي پوځیانو د خونړي یرغل او اوکراینیانو د زړور مقاومت یوه نښه ده.

د فبرورۍ ۲۳ چارشنبې ورځ، ایوان ستانېسلاوسکي خپله کامره دفتر کې پرېښوده. دی د خپل یوه همکار کور ته ور روان وو چې د خپل نوي کتاب لومړۍ بڼه وګوري - کتاب یې ماریوپول کې د شوروي د وخت پر مجسمو و.

ده نه غوښتل چې کامره له ځانه سره یوسي، فکر یې کاوه چې زه سبا به ورپسې ورشي او له دفتره به یې واخلي.

خو د پنجشنبې په ورځ د خپل خالي او تړل شوي دفتر مخې ته ولاړ و، له لېرې د ډزو او بریدونو غږونه اورېدل کېدل.

ښار یې تر برید لاندې و.

څومره چې جګړه تودېدوه د ډزو غږونه د ښار ټولو سیمو ته ورسېدل. ایوان خپل د خوب توشک دهلېز ته راوړ. په خپلو بې شمېره کتابونو یې کړکۍ وپوښلې چې ځان خوندي کړي.

۳۶ کلن ایوان چې عکاس او اېف سي ماریوپول فوټبال کلب کې د رسنیو برخې کارکوونکی دی وویل: "داسې فکر وکړه چې دې کار سره مې کتابتون ضایع نه شو."

Ivan Stanislavsky

د عکس سرچینه، Ivan Stanislavsky

د ماریوپول په کلمیوسکي کلي کې کاروباري یوهان هم د خوندیتوب تدابیر نیولي وو. ۴۷ کلن یوهان کورنۍ ته ویلي وو چې خپل هر څه ټول کړي، ځکه غوښتل یې ښار پرېږدي.

خو چې کله له دفتره کور ته راغی، هېڅوک هم چمتو نه وو. د کورنۍ غړیو یې ورته ویلي وو چې دوی ښار نه پرېږدي.

د یو څو اوونیو په اوږدو کې ماریوپول دړې وړې شو. روسي پوځ ټول ښار ولکه کړ. د برېښنا کوټونه او اوبو زېرمې یې په نښه کړې.

د مارچ په نهمه د ماریوپول زېږنتون د روس هوايي بمبارۍ کې په نښه شو او یوه اوونۍ وروسته یې تیاتر چې عامو خلکو په کې پناه اخېستې وه بمبار شو.

دې هر څه په ځانګړي ډول په چټکۍ پراخېدونکي کړکېچ ایوان حیران کړی و.

دی وايي: "ټول ښار، زېربناوې، خدماتي لیکې، د برېښنا او اوبو سیستم هر څه یوازې په څو ورځو کې ویجاړ شول."

د ځمکې لاندې پناه ځای کې د اوسېدو پر مهال ده خپل یادښت کې لیکلي: "پناه ځای کې له انتظار پرته هېڅ هم نه شته. څوک د پسرلي په تمه دي، څوک د سهار لپاره شېبې شماري، څوک د جګړې د پای لپاره انتظار کاږي او ځینې نور بیا هغې شېبې ته په تمه دي چې کوم هوايي برید به یې پناه ځای په نښه کړي او دوی ټول به ومري."

ماریوپول کې دا هر څه داسې وخت کې پېښېدل چې داسې ښکارېده دغه ښار د پرمختګ او غوړېدو په حال کې دی. اقتصاد یې په ښه کېدوه وو.

Illich steel plant

د عکس سرچینه، Ivan Stanislavsky

ایوان وايي: "دا یو داسې ښار دی چې غوښتل یې خپل بخت بدل کړي، دلته حالت تل داسې نه وو."

د روسیې له یرغل کلونه وړاندې هم ماریوپول د اوکرایین او رسي پلوو بېلتون پالو له کړکېچه لېرې نه وو. دا ښار دونباس سیمې سره نژدې دی چې په لویو ښارونو دنیڅک او لوهانسک کې یې روسي پلوه بېلتون پال فعاله دي.

۲۰۱۴ کې له روسي پلوو بېلتون سره د جګړې پر مهال اوکرایین د لنډ وخت لپاره ماریوپول له لاسه ورکړی وو.

خو دا ښار له هغه هر څه تېر شو او پر مخ ولاړ. د اوکرایین حکومت دا ښار د دنیڅک اوبلاست سیمې مرکز په توګه وپېژانده.

ایوان وايي: "له دې وروسته دې ښار ته پام زیات شو او سرچینې یې هم زیاتې شوې."

دولتي ودانۍ له سره ورغول شوې، نوې کفې پرانېستل شوې، نوي تفرېح ځایونه جوړ شول.

President Volodymyr Zelensky (L) and children refresh themselves in a fountain during his first official visit to Mariupol on 15 June 2019

د عکس سرچینه، Getty Images

تېر کال اکتوبر کې د ماریوپول پخواني ښاروال ودیم بویچېنکو ادعا کړې وه چې دې ښار کې یې د خدماتو تر ټولو اغېزناک سیستم جوړ کړی، د تکنالوژۍ یو مرکز یې جوړ کړی او دا چې هنر او ورزش ته اولیت ورکړی.

نوموړي ویلي وو چې ماریوپول کې د اوکرایین په کچه د تر ټولو پراخ اوبو پارک جوړولو پلان د بشپړېدو حال کې وو. ماریوپول ۲۰۲۱ کې د اوکرایین کلتوري مرکز نومول شوی وو.

خو د ماریوپول د پرمختګ پر مهال دنيڅک سیمه د شاتګ په حال کې وه. کله چې بېلتون پالي یاغیان د روسیې له یرغل وروسته ماریوپول ته راغلل نو دوی د خپل غچ اخېستو په پار د ښار ویجاړول پیل کړل.

ولادیمیر چې د لومړنیو طبي خدماتو وړاندې کوونکی یا پارامېډېک دی له ښاره د تېښتې پر مهال د تالاشۍ یوه مرکز کې ودرول شو او ورته وویل شول: "که موږ ناوړه حالت کې ژوند کوو نو تاسو به هم ناوړه حالت کې ژوند کوئ."

People queuing to get cash out of an ATM on the day of the invasion

د عکس سرچینه، Ivan Stanislavsky

کاروباری یوهان تېرو پنځو کلونو کې ماریوپول کې ژوند یوه خیالي ژوند سره پرتله کوي.

دی وايي: "ښار بېرته ورغول شو. ټولو سړکونه جوړ شول، عامه ترانسپورت فعال شو. دا د کاریګرو ښار دی. زما لپاره سخته وه چې خپلو کارکوونکو ته ووایم چې په شپږ بجې کارونه بس کړي ځګه دوی غوښتل د اوږده وخت لپاره کار وکړي."

یوهان به د رخصتۍ ورځې خپل کورنۍ د نورو غړو سره یو ځای پارک او یا هم د سیند پر غاړه تېرولې.

دی وايي: "زما لپاره مهمه پوښتنه دا ده چې که غواړې ښار ولکه کړې، نو بیا یې ورانوې ولې؟ روسان د فکر خلکو ته اړتیا نه لري، یوازې د سیمې ولکه کول یې موخه ده."

دی زیاتوي چې روسان اوس ورسره اړیکه نیسي او ترې غواړي چې بېرته ماریوپول ته ورستون شي او د ښار په بیا رغولو کې مرسته وکړي.

دی وايي: "که ماریوپول د روسیې تر ولکې لاندې وي نو دلته هېڅ راتلونکی نشته. هېڅ موخه نشته، په یوه نا اشنا ځای کې اوسېدل د خپلو ماشومانو د راتلونکي خرابول دي."

د ماریوپول له نژدې نیم میلیون وګړو یوازې ۱۵۰ زره پاتي. یوهان وايي ډېر هغه چې لا هم ماریوپول کې دي غواړي ووځي.

Mariupol's water tower

د عکس سرچینه، Ivan Stanislavsky

ده په ژغوړني غږ زیاته کړه: "ماریوپول مې پرېښود خو روح مې لا هم همالته دی."

د ماریوبول ښار وروستیو کلونو پرمختګ ایوان په خپله عکاسۍ کې خوندي کړی. عکاسي سره د ده مینه وه او د خپل ښار د تېر په اړه لېواله وو.

همدا وو چې ده ماریوپول کې د پخواني شوروي د وخت پر مجسمو یو انځوریز کتاب برابر کړی وو. د ایوان په اند د دغه ډول کلتوري ارزښتونو ساتل مهم دي خو په وینا یې د شوروي د وخت نښو سره لېوالتیا د اوسنۍ زمانې اوکراینیانو لپاره یو څه ناارموونکې وه چې تر ډېره ځان اروپا او لویدیځ سره نژدې ګڼي.

دی وايي: "سیاست د دې مخه نیولې وه چې دا باارزښته کلتوري ټوټې د اوکرایین هنري صنعت سره ورګډې شي."

د وخت په تېرېدو جګړه د ایوان ستانېسلاوسکي کور ته رانژدې شوه. له کوره یې یوازې ۴۰۰ متره لېرې هټۍ وه چې د خوړو رانیولو لپاره آن ورتګ ستونزمن شوی وو.

کله کله به د اکراینیو پوځیانو ډله ورغله او یو څو شېبو لپاره به یې ډزې وکړې، بیا به ولاړل. طبعآ روسي ځواکونو به ځوابي بریدونه کول. د عامو خلکو او پوځیانو تر منځ پوهاوی کم وو.

A couple walks a dog on a pier at a coast of the Sea of Azov in Ukraine's industrial port city of Mariupol on February 23, 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماریوپول دفاع کوونکي ستایل شوي خو دا ښکاره وه چې په هره بیه د دې ښار ساتنه د اوکراین حکومت لومړیتوب نه وو. د ولادیمیر زېلېنسکي حکومت ګڼو ځایونو کې د روسي پوځیانو یرغل سره مخ وو.

د مرکز کیېف د ساتلو پرېکړه یې وکړه ځکه پوهېدل چې د پلازمېنې ولکه د ولسمشر پوتین لومړیتوب دی.

خو دا په دې مانا وو چې روسیه له جګړې وړاندې خپلې یوې بلې موخې ته هم ورسېده. د کریمیا او بېلتون پالې دونباس سیمې تر منځ د ځمکني پله جوړول چې اوس شونې ښکاري.

خو هغوی چې ماریوپول کې ایسار وو، ژوندي پاتې کېدل او یا جګړه - دا یې یوازیني دوه انتخابه وو.

ایوان د مارچ په ۱۳مه خپل یادښت کې لیکلي: "یو وخت به ماریوپول د اتل ښار په توګه یادېږي،" خو دی زیاتوي چې "دا ښايي زما له مرګه وروسته وي."

The bombed drama theatre in Mariupol

د عکس سرچینه، Reuters

اوس لپاره ایوان ته د دې هر څه زغمل سخت وو. کور ته نژدې هټۍ مخې ته یې د خلکو اوږده کتارونه لیدل خو د خوړو رانیولو لپاره کتار کې نه وو ولاړ بلکې د خپلو مړو خښولو لپاره یې انتظار کاږه.

د مارچ په ۱۵مه ایوان د خپلې کورنۍ څلور غړیو او کورنۍ ساتل شوې پیشو سره د ماریوپول پرېښودو پرېکړه وکړه او د حکومت تر ولکې لاندې زپروژیا سیمې ته روان شول.

ده خپل یادښت کې لیکلي: "داسې راته ښکاري چې دا مو له دې ښار سره مخه ښه وه. احساس کوم چې ښايي هېڅکله بیا دې ښار ته راستون نه شم."

یوهان هم له خپلې مېرمنې او دوو نورو خپلوانو سره ماریوپول پرېښود. دی اوس دنېپرو ښار کې دی او هغو خلکو سره مرسته کوي چې نوي دغه ښار ته ورځي.

ولادیمیر چې پارامېډېک یا د لومړنیو طبي خدماتو وړاندې کوونکی دی - ماريوپول کې پاتې شو چې د خپلې مور خیال وساتي، خو درملو او خوړو ته د نه لاسرسي له امله یې مور مړه شوه او دی اړ شو چې د اپرېل په ۲۱مه دغه ښار پرېږدي. نوموړی اوس د دنېپرو په یوه روغتون کې رضاکار دی.

two men push a wheelie bin past bombed flats

د عکس سرچینه، Getty Images

دی وايي: "زما په څېر زرګونه کورنۍ دي. څومره خلک مړه شول، څومره کورنۍ له منځه ولاړې؟"

د ښار له پرېښودو دوه میاشتې وروسته ایوان د لېفېف له خوندي ښاره لا هم د ماریوپول ویجاړی څاري.

ده په خپل یادښت کې د سخت حالت په اړه لیکلي، د خپلوانو یا ملګرو د مرګ په اړه ورته لیکلي پیغامونه یې یاد کړي او د هغې تېلېفوني اړیکو په اړه یې هم لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته به هم نه ټینګېده.

"کومې شمېرې سره چې تاسو اړیکه نیسي، له سیمې بهر ده…."

کترینا خېنکولوفا او اېلیا تولستوف هم دې لیکنه کې مرسته کړې.