د بي‌بي‌سي د واټس‌اپ چینلونو او ګروپونو د شخصي معلوماتو د ساتنې شرایط

موږ ته ستاسو باور ډېر مهم دی. د همدې لپاره بي‌بي‌سي ستاسو د شخصي معلوماتو د خونديتوب او محرمیت ساتنې ته ژمنه ده. که غواړئ پوه شئ چې موږ ستاسو معلومات څنګه او ولې کاروو، دا مطلب ولولئ. دا درته تشريح کوي چې بي‌بي‌سي ستاسو شخصي معلومات څنګه راټولوي او څنګه یې د معلوماتو د ساتنې له قانون سره سم کاروي.

بي‌بي‌سي کوم شخصي معلومات راټولوي او څنګه یې کاروي؟

بي‌بي‌سي هغه شخصي معلومات څېړي او کاروي چې تاسو د کانالونو د لیدلو او ګډون پر وخت ورسره شريک کړي وي. دا معلومات کېدای شي له لاندې مواردو ځينې يا ټول شامل وي:

شخصي معلومات

هغه شخصي معلومات چې کېدای شي راټول شي، په دې کې شامل دي:

  • ستاسو د واټس‌اپ نوم
  • د موبایل شمېره
  • د واټس‌اپ عکس

د دې عکس د محتوا او ستاسو د محرمیت د تنظیماتو له مخې، کېدای شي بي‌بي‌سي ځينې حساس معلومات هم راټول او تجزیه کړي، هغه معلومات چې تاسو په خپله خوښه عام کړي وي یا داسې مو پرېښې وي چې نور یې وګوري یا مو پخپله شریک کړي‌ دي، لکه:

  • توکم يا قوم
  • د روغتیا اړوند معلومات
  • مذهبي يا فکري باورونه
  • جنسي تمایل یا لېوالتیا. دا په حقوقي متنونو کې د شخصي معلوماتو د یوې برخې په توګه یادېږي.
  • سياسي نظرونه

په واټس‌اپ کې د شخصي انځورونو د محرم ساتلو چاره

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که ستاسو انځورونه د ټولو لپاره ښکاره وي، نو بي‌بي‌سي هم ورته لاسرسی لرلی شي. خو که نه‌ غواړئ معلومات مو عام شي یعنې تر هر چا ورسېږي، کولی شئ د واټس‌اپ له تنظیماتو( سیټینګ کې) يې محدود کړئ.

د معلوماتو اداره‌کوونکي څوک دي؟

بي‌بي‌سي د هغو معلوماتو خپلواکه اداره‌کوونکې ده یا لاس‌رسی ورته لري چې تاسو یې موږ سره شریکوئ او د بي‌بي‌سي په وسایلو او سیستمونو کې ساتل کېږي.

واټس‌اپ د هغو معلوماتو کنټرول کوونکی دی چې تاسو یې د دې اپلیکیشن له لارې لېږئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ستاسو معلومات د واټس‌اپ د شخصي‌ حریم ساتلو د قانون د چوکاټ له مخې دي. خو کېدای شي واټس‌اپ ستاسې معلومات له مېټا شرکتونو سره شریک کړي.

هر کنټرول کوونکی پرېکړه کوي چې ستاسو شخصي معلومات څومره، د څه لپاره او په کومه طریقه وکاروي. بي‌بي‌سي ستاسو معلومات یوازې د هغو موخو لپاره کاروي چې دلته ياد شوي دي، یعنې د واټس‌اپ چینل ته د ستاسې د ګډون او لیدلو لپاره. هر کنټرول کوونکی د معلوماتو د ساتنې د قانون مطابق د عمل کولو مکلفیت لري.

ستاسو د شخصي معلوماتو د کارولو قانوني بنسټ

موږ ستاسو خوښې ته درناوی لرو. دا ځکه چې تاسو خپله پرېکړه کړې چې د بي‌بي‌سي له واټس‌اپ چینل سره يوځای شئ. هر وخت چې غواړئ چینل پرېږدئ نو په خپله خوښه ترې ووځئ.

ستاسو د معلوماتو شریکول

بي‌بي‌سي ستاسو له اجازې پرته ستاسو شخصي معلومات له هېڅ درېیم لوري سره نه شریکوي.

ستاسو د معلوماتو ساتنه

بي‌بي‌سي ستاسو معلومات تر هغه وخت پورې څېړي او ساتي چې د پورته ذکر شويو هدفونو لپاره اړین وي.

ستاسو حقوق او نور معلومات

تاسې د بریتانیا د معلوماتو د ساتنې د قانون له مخې ځينې حقونه لرئ. تر هغه چې بي‌بي‌سي ستاسو معلومات ساتي، کولی شئ د دې معلوماتو یوه کاپي وغواړئ. په‌دې کاپي کې ستاسو د بي‌بي‌سي اکونټ یا (د بي‌بي‌سي کوم چینل چې تاسې یې کاروئ یا مو ورته اکونټ جوړ کړی) معلومات او هغه معلومات شامل دي چې پورته تشریح شوي دي.

تاسو کولای شئ د دې برېښنالیک له لارې له موږ سره اړیکه ونیسئ:

که پوښتنه لرئ يا غواړئ د خپلو حقوقو په اړه نور جزئیات ترلاسه کړئ، د بي‌بي‌سي د شخصي حریم ساتنې او کوکیز پالیسۍ پاڼه وګورئ:

http://www.bbc.co.uk/privacy

که د دې په اړه اندېښنه لرئ چې بي‌بي‌سي ستاسو معلومات څنګه اداره کوي، کولای شئ خپله اندېښنه د بریتانیې د معلوماتو د کمیسار دفتر (ICO) سره شریکه کړئ:

https://ico.org.uk/

د شخصي معلوماتو د متن تازه کول

موږ ستاسو شخصي معلومات څنګه کاروو؟ که په‌ دې اړه کوم بدلون راشي نو ستاسې د خبراوي لپاره به د محرومیت خبرپاڼه نوې شي.