د اوکرایین جګړه، د بریتانیا دفاع وزارت: ‌روسي احتیاطي ځواکونه په بېلچو جګړه کوي

MPL-50

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، روسي احتیاطي ځواکونه په اوکرایین کې د وسلو د کمښت له کبله د "لاس-په لاس" جګړه کې له "بېلچو" کار اخلي.

دغه وزارت پخپل وروستي استخباراتي رپوټ کې ویلي، د تېرې فبرورۍ وروستیو کې، دغو ځواکونو ته - چې یوازې "په سپکو وسلو او بېلچو" سمبال شوي وو، له اوکرایینو سره د مخامخېدو امر شوی و.

په رپوټ کې MPL-50 بېلچو ته اشاره شوې ده.

یاد وزارت ویلي، دغه وسیلې [بېلچې] په ۱۸۶۹ کال جوړې شوې او لږ بدلې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، "د یوې وسلې په توګه له بېلچې په پرله پسې توګه ګټه اخیستل پر وحشیانه جګړې رڼا اچوي او دا چې د ډېری جګړو لپاره د ټیټې ټیکنالوجۍ یوه نښه ګڼل شوې ده".

د وزارت په تازه معلوماتو کې راغلي، یوه احتیاطي سرتېري ویلي کار ته له "جسمي او رواني" پلوه چمتو نه و.

معلومات زیاتوي "وروستي ثبوتونه په ډاګه کوي چې په اوکرایین کې له نژدې جګړه په ډېرېدو ده".‌

"ښايي دا کار له دې کبله وي چې روسیه پر یرغلیزو بریدونو تکیه کوي چې تر ډېره پکې پلي ځواکونه کاروي دا ځکه چې روسیې د زېرمو له کمښت سره مخامخ ده".

بي بي سي نه ده توانېدلې چې ددغو رپوټونو خپلواک تایید ترلاسه کړي او وزارت دا معلومات هم نه دي ورکړي چې دا ډول جګړې کومو ځایونو کې شوې دي.

په ورته وخت کې، د جګړې د مطالعاتو انسټېټیوټ ویلي روسي ځواکونو پر کلابند بخموت ښار خپل تمرکز ډېر کړی دی.

بخموت وروستیو میاشتو کې د جګړې شاهد و. روسیه هڅه کوي دا کوچنی ښار - چې شاوخوا ۴۰۰۰ وګړي پکې پاتې دي- ونیسي.

پر دې ښار واکمنېدل به په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې روسیې ته نسبتاً یوه لاسته راوړنه وي، خو د ښار د سټراټیژیک ارزښت په اړه لاهم پوښتنه پرځای پاتې ده.

پر بخموت ښار - چې له جګړې مخکې وخت کې یې د وګړو شمېر شاوخوا ۷۵ زره و، د بریدونو په درشل کې زرګونه روسي پوځیان وژل شوي.