اوکرايين جګړه: د روسي ځواکونو تازه بريدونه

د ویډیو تشریح، اوکرايين جګړه: د روسي ځواکونو تازه بريدونه

د برتانیا پوځي استخباراتو ویلي چې اوکراییني ځواکونه په ختیځ ښار باخموت کې د روسي ځواکونو تر سخت فشار لاندې دي.

د د غه ښار نیول، که څه هم له ستراتیژیک پلوه مهم نه ګڼل کېږي، د شپږو میاشتو لپاره به د روسیې ترټولو لویه پوځي لاسته راوړنه وي.

په اروپا کې د ناټو د لوى درستيز پخوانى مرستيال جنرال سر ريچارډ شېرف وايي، دا په ډاګه کوي چې لوېديځ اړتيا لري اوکرایين ته د وسلو لېږد چټک کړي.