پیلوسي د اوکرایین قضیه کې د ټرمپ کړنې "بډې" بللې

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي ویلي، د ولسمشر ټرمپ پرضد د علني اورېدلو ناستې په تړاو داسې ثبوتونه شته چې ټرمپ له اوکرایین سره د معاملې د بډو په جرم کې ښکېل دی.
پیلوسي ټرمپ په یوه داسې سرغړونه تورن کړ چې په وینا یې له دندې پرې ګوښه کېدای شي.
دې خبریالانو ته وویل: "بډې دا دي چې د یوه جعلي تحقیق او اجازې پروړاندې پوځي مرستې ودروې او یا اجازه ورکړې. ولسمشر چې څه منلي او وايي په دې کې کومه خبره نه شته، دا په اصل کې یوه تېروتنه او بډې دي."
دیموکراتان اوس څېړنه کوي چې ایا ولسمشر اوکرایین ته د ۳۹۱ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو د مرستو په درولو سره له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې چې پر کییف فشار راوړي چې دده په ګټه څېړنه پیل کړي.
امریکايي چارواکو په پای کې د کانګرس په خوا هغو منل شویو مرستو ته اجازه ورکړې چې د روسیې په ملاتړ بېلتونپالو سره یې کړې وه.
ټرمپ وايي د قانون مخالفت یې نه دی کړی.
د څېړنیزې جرګې په وړاندې په اوکرایین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې ماري یووانویچ د شاهدۍ وار هم رسېدلې دی.
اوس څېړنه پر دې روانه ده چې ټرمپ د دویم ځل لپاره د ۲۰۲۰ نومبر کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریا لپاره له کومو ناقانونه لارو ګټه اخیستې ده.
که د مشرانو جرګه له خوا پر ټرمپ لګول شوي تورونه ثابت شي، نوموړی له خپلې دندې لیرې کېدای شي.
خو جمهوریپال چې د مشرانو جرګې ډېری غړي دي، د ټرمپ د لیرې کولو پلویان نه دي.









