د اوکرایین جګړه:‌ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د عربي نړۍ ملاتړ لټوي

Egyptian Foreign Minister Sameh Shokry (R) meets with his Russian counterpart Sergei Lavrov in the capital Cairo, on July 24, 2022

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري (ښي لاس ته) له سرګي لاوروف سره د یکشنبې په ورځ وکتل

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د مصر قاهرې ته تللی چې له مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په سیمه کې د وضعیت جاج واخلي او د عربي هېوادونو له اتحادیې ته به وینا وکړي.

لاوروف غواړي چې په اوکرایین کې د روسیې د جګړې له کبله د نړیوالې غوسې سړولو لپاره د مسکو ملاتړي ډېر کړي.

ښاغلي لاوروف د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سامح شکري سره هم ولیدل.‌

په پام کې ده چې لاوروف به د عربي ټولنې له مشر احمد ابو الغیط سره هم وویني.

مصر له روسیې سره مهم اړیکي لري چې پر اوکرایین تر جګړې پیلېدو پورې یې د غنمو، وسلو او سیلانیانو امنیت خوندي کړی و.

دا افریقايي هېوادونو ته د لاروف لومړنی سفر دی چې په درشل کې به یې ایتیوپیا، یوګندا او کانګو -برازاویل ته هم ولاړ شي.

ښاغلي لاوروف یوې سیمه ییزې ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې د خپل سفر په اړه لیکلي، چې هېواد یې تل "په صمیمانه توګه د افریقايي هېوادونو د خپلواکۍ مبارزه کې ملاتړ" کړی دی.

دی وايي، روسیه د اوکرایین په تړاو د افریقايي هېوادونو "انډولیز دریځ" ستايي.

ډېری افریقايي هېوادونه په اوکرایین کې د روسیې د جګړې له کبله د غلو دانو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د افریقا پراختیايي بانک وايي، اوکرایین او روسیه معمولاً د افریقا څه باندې ۴۰ سلنه غنم تامینوي.

مصر د اوکرایین د غنمو لوی مصرفوونکی هېواد دی. په ۲۰۱۹ کال،‌ مصر له اوکرایین ۳٫۶۲ میلیون ټنه غنم وارد کړي وو چې دا تر هر بل هېواد ډېر وارد شوي غنم وو.

خو لاوروف پخپله مقاله کې د روسیې له لوري د "قحطۍ صادرولو" تور رد کړی دی او دا یې د لوېدیځ تبلیغات وبلل.‌

دی زیاتوي، پر روسیه د لوېدیځ بندیزونو په اړه د خوړو په نړیوالو بازارونو کې منفي رپوټونه ډېر کړي دي.