د اوکرایین جګړه: زېلېنکسي وايي ځواکونه یې د اشغال شوي خرسون پر لور روان دي

A Ukrainian soldier inspect a HIMARS artillery system

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرایین ولسمشر ولودویمیر زېلېنسکي وايي، ځواکونه یې "ګام په ګام" د هېواد سوېل خرسون اشغال شویو سمو پر لوري پرمختګ کوي.

خرسون ښار د جګړې لومړیو کې د روسیې لاس ته ولوېد. دا ښار د ډنیپرو سیند پر لوېدیځه سټراټیژیکه برخه پروت دی.

د شنبې په ورځ د بریتانیا دفاعي چارواکو خرسون ته څېرمه د سختو نښتو خبر ورکړی و.‌

د دوی د ارزونې له مخې، د اوکرایین پرمختګ به په دې مانا وي چې د سیند پر لوېدیځه غاړه د روسیې تدارکاتي کرښې په "ډېرېدونکې توګه خطر" کې دي.

د روانې میاشتې لومړیو کې د اوکرایین مرستیالې لومړۍ وزیرې ایرینا ورشچوک د خرسون له اوسېدونکو غوښتي وو چې ژر له ښاره ووځي او د اوکرایین سوېل کې د یوه ضدي برید پرمهال په ښار کې بند پاتې نه شي.

د سې شنبې په ورځ د خرسون انتونیفڅکي پُل چې د روسیې له لوري کنټرولېده او د امریکا تمویلوونکی ملاتړ ورسره و، هدف وګرځول شو.

په ورته وخت کې، د ښاغلي زېلېنسکي یوه جګپوړي دفاعي سلاکار ادعا کړې چې د اوکراییني سرتېرو له لوري کلابنده سیمه کې شاوخوا ۱۰۰۰ روسي پوځيان کلابند شوي دي.

د اوکرایین جګړه؛ زېلېنسکي روسیه په وحشت تورنه کړه

Firefighters at the site of the missile strike in Odesa

د عکس سرچینه، Ukrainian Armed Forces/Reuters

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد د اوډېسا ښار پر بندر د توغندیو له برید وروسته روسیه په بربریت تورنه کړې ده.

زېلېنسکي‌ ویلي دغو بریدونو وښوده چې څنګه پر مسکو پر هوکړه د عمل باور نشي کېدلی.

هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د هوايي دفاع سیستمونو ترلاسه کولو لپاره به هر ممکن ګام پورته کړي چې راتلونکې کې پرې داسې توغندي‌ شنډ کړي.‌

د اوډیسا پر بندر دا راکټي‌ بریدونه تر هغې یوازې څو ساعته وروسته وشول چې مسکو د انقرې په منځګړیتوب کیېف سره له اوکرایینه د غلې دانې صادرېدو ته د اجازې د ورکړې هوکړه لاسلیک کړه.

روسیې دې هوکړه کې منلې چې د اوکرایین پر بندرونو به د غلو د صادرېدو پر مهال بریدونه نه کوي.

اوکرایین وايي‌ شاوخوا ۲۰ میلیون ټنه غله یې بندرونو کې ایساره پاتې ده او روسي ځواکونه د صادرېدو اجازه نه ورکوي.

د دغو صادراتو درېدل د دې لامل شوي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د غنمو کمښت محسوس او بیې یې لوړې شي.‌

نور غبرګونونه

د ویډیو تشریح، د اوکرایین مهم بندر کې چاودنې

د اوډېسا پر بندر دا بریدونه په پراخه کچه غندل شوي، خو پخپله روسیې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خوا ترکیه چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ یې دې هوکړه کې رول لوبولی وايي مسکو ورته له دغو بریدونو چورلټ انکار کړی.‌

د ترکیې دفاع وزیر هولوسای اکار ویلي "روسانو ته راته دوی سره اړیکه کې وویل چې دا بریدونه قطعآ‌ له دوی سره تړاو نه لري او دا موضوع له نږدې په جزییاتو سره ارزوي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکېن روسیه تورنه کړې چې د خوراکي توکو نړیوال کړکېچ لا پسې ترینګلی کوي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې "روسیه باید خپل تیری ودروي او د غلې تړون چې هوکړه یې پرې کړې، په بشپړه عملي کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم د اوډیسا پر بندر برید غندلی او ویلي یې دي چې د غلې دانې د هوکړې پلي کېدل مهم دي.‌

د اروپايي‌ ټولنې د بهرنیو چارو مسوول جوزیف بوریل ویلي دغه برید وښوده چې روسیه د نړیوال قانون هېڅ پروا نه ساتي.‌

په یوه بل پرمختګ کې د هنګري لومړي وزیر وېکټور وربان ويلي اوکرایین د روسیې خلاف نشي بریالی کېدای.

هغه د محافظه کارانو یوه نړیوال کنفرانس ته خبرو کې زیاته کړې چې اوکرایین کې روانه جګړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ د سولې خبرو له لارې پای ته رسېدی شي.

ښاغلي وربان زیاته کړې "یوې نوې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، چې باید د جګړې ګټلو د هڅو پر ځای د سولې په خبرو اترو متمرکزه وي.

د ویډیو تشریح، له اوکرايين د غنمو لېږد پيلېږي