د اوکرایین جګړه: د غلو تر هوکړې څو ګړۍ وروسته د اوکرایین بندر کې چاودنې شوې

د عکس سرچینه، Eyewitness/Twitter
یوه ورځ وروسته تره هغه چې د ملګرو ملتونو او اوکرایین ترمنځ د تور سمندر له لارې نورو هېوادونو ته د غلو دانو صادرولو هوکړ ه وشوه، د اوکرایین په یوه بندر کې چاودنو سیمه لړزولې ده.
د شنبې په ګهیځ په لوېدیځ اودیسه ښار کې ګڼې چاودنې وشوې. تر اوسه د چاودنو لامل نه دی روښانه شوی.
د جمعې ورځې د هوکړې له مخې، روسیې منلې تر هغه چې غلې دانې د ترانزیت په حالت کې وي، دوی به پر بندرونو بریدونه نه کوي.
ملګرو ملتونو اوکرایین کې له څو میاشتو جګړې وروسته دا هوکړه "د هیلو یو څراغ" بللی دی.
د پارلمان یوه وکیل اولکسي هونچارنکو پر ټیلیګرام لیکلي، په دې ښار کې شپږ چاودنې شوې او بیا د بندر یوه برخه کې اور بل شوی دی.
ښاغلی هونچارنکو زیاتوي، د اوکرایین هوايي دفاعي ځواکونو ګڼ نور توغندي هم توغولي او جیټ الوتکې د ښار پر اسمان چورلېږي.
"نو موږ الوتکو ته اړتیا لرو او د روسیې ټلوالې اړوندو تور سمندر ټولو سمندري بېړیو ډوبولو ته اړتیا لرو. دا به د غلو دانو د صادرولو لپاره غوره ترتیب وي".
د جمعې په ورځ، د کییف او مسکو چارواکو داسې یو تړون لاسلیک کړ چې پربنسټ به اوکرایین کې میلیونونه ټنه بندو شویو غلو ته د صادرولو اجازه ورکول کېږي.
ډیپلوماتان وايي، د ترلاسه شوې هوکړې له مخې، روسیې منلې ده تر هغه به پر بندرونو بریدونه نه کوي چې غلې د تزانزیت په حالت کې وي، او اوکرایین هم موافقه کړې په هغو اوبو کې چې دوی ماینونه ځای پرځای کړي، بار وړونکې بېړیو ته به لارښوونه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا هوکړه - چې څو میاشتې وخت یې ونیو- په پام کې ده تر ۱۲۰ ورځو دوام وکړي او په استانبول کې به د ملګرو ملتونو،ترکیې، روسیې او اوکرایین د ګډو کارمنانو ترمنځ د همغږۍ او څارنې یو مرکز هم جوړېږي. د دواړو غاړو په توافق دا غځېدلی هم شي.
د اودیسه اهمیت
اودیسه د اوکرایین دریم تر ټولو لوی ښار دی، چې د هېواد د اقتصادي څرخ خوځولو ښار ګڼل کېږي.
د اوکرایین. ددفاع وزیر مخکېني مرستیال او د سمندري ځواکونو پخواني قومندان اندریه ریزینکو بي بي سي ته وویل، اودیسه "د اوکرایین ساحلي پلازمېنه" ده چې د هېواد له سیمه ییز ټول ټال تولید ۲۰ سلنه اړتیا پوره کوي.
په عادي حالت کې، د هېواد اصلي صادرات - لکه غنم، غلې دانې او معادن- له اودیسه او ورڅېرمه سیمو لکه یوجني او الیچفیڅک بندزونو لېږدول کېږي.
د امنیتي څېړنو شاهي انسټېټیوټ څېړونکي سیدارت کوشال بي بي سي ته وویل، اودیسه د اوکرایین د سمندري سوداګریزو شاوخوا ۷۰ سلنه صادراتو مرکز دی.
اوکرایین او روسیې د غلو دانو صادرولو هوکړه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، EPA
د ترکیې په منځګړیتوب د روسیې، اوکرایین او ملګرو ملتونو ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې روسیه اوکرایین ته اجازه ورکوي چې د تور سمندر له لارې غله دانه نورو هېوادو نو ته صادره کړي.
دا هوکړه د ترکیې په استبول کې د درېیو هېوادونو د استازو او ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش لخوا لاسلیک شوه.
دا په تېر فبرورۍ میاشت کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې لومړنی هوکړه لیک دی چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ لاسلیکېږي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې که له اوکرایین نه غنم، جوار او نور غله دانه صادر نه شي، ګڼ هېوادونه به له لوږې سره مخ شي.

اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، هیله من دی چې د دې هوکړه لیک له لاسلیک کېدو سره په نړۍ کې د خوراکي توکو کړکېچ راکم شي.
ښاغلی ګوترېش وايي، ښايي دغه هوکړه د ملګرو ملتونو د مشر په ډول د ده تر ټولو مهم کار وي.
د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، د اوکرایین غنمو نشتوالي له کبله په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان د احتمالي لوږې له خطر سره مخامخ دي.
له همدې کبله په نړۍ کې د غلو، دانو بیې لوړې شوې او د اوکرایین غنمو صادارتو بیا پيل خورا مهم بلل کېږي.
د یادونې ده، چې د اوډیسې په سېلوګانو کې نژدې ۲۰ میلیونه ټنه غنم ایسار پاتې دي. بل لور د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دې هوکړې هرکلی کړی، خو په وینا یې د دوی توجه به پر دې متمرکزه وي چې روسیه دا هوکړه څنګه عملي کوي.
دغه هوکړه د ترکیې د یپلوماسۍ لپاره هم ډېره مهم لاسته راوړنه بلل کېږي، خو د ملګرو ملتونو مشر وايي داسې نه ښکاري چې یاده هوکړه دې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د سولې اوږدمهالې تړون لپاره مرسته وکړي.

د هوکړې اغېز
په ترکیه کې د دې هوکړې له لاسلیک وروسته سملاسي په نړیوالو مارکیټونو کې د غنمو بیې راښکته شوې.
د ملګرو ملتونو د خوړو ادارو لپاره هم دغه هوکړه ډېره مهمه ده، ځکه د بې وزله هېوادونو لپاره له اوکرایینه غنم پیري.
یوازې تېر کال د اوکرایین غنمو په نړۍ کې څه باندې ۴۰۰ میلیونو خلکو ته خواړه برابر کړي وو. د ملګرو خوړو پروګرام پر ناجیریا او سوډان راشنونه بندي کړي و او خبرداری ورکړی و که توره بحیر کې بندرونه بېرته پرانه نستل شي، نړۍ به د خوړو له نورو ناروین سره مخ شي.

د عکس سرچینه، Reuters
اوس د ملګرو ملتونو ادارې اوس هیله لري چې دغه ستونزې به تر یوې اندازې له دې هوکړې سره هوارې شي.
دیپلوماتان وايي، په دې هوکړه کې پر لاندې مواردو هوکړه شوې:
- اوکراییني کښتۍ به د غلو - دانو باري بېړۍ په هغو ساحلونو کې بدرګه کوي، چې ماینونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
- روسیې هوکړه کړې چې د دې بېړیو تګ - راتګ پر مهال به اوربند کوي.
- ترکیه به د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دې بېړیو څارنه کوي چې له دې لارې د وسلو قاچاق په هکله د روسیې اندېښنې پای ومومي.
- په هوکړه کې د تور سمندر له لارې د روسیې لخوا د غلو، دانو او کیمیاوي سرې صادراتو ته د اسانتیاوو چمتو کولو تضمین هم شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
روسیه په اوکراییني بندرونو کې د خنډونو رامنځته کول ردوي او پر اوکرایین تور پورې کوي چې په ساحلونو کې یې ماینونه ځای پر ځای کړي او دغه راز د لوېدېځو هېوادونو بندیزونه د دې لامل بولي چې روسي صادرات یې سوکه کړي دي.
اوکرایین چارواکي بیا پر روسي سمندري ځواکونو تور پورې کوي چې د صادراتو مخه یې نیسي او دغه راز یرغلګر ځواکونه له کروندو د غلو - دانو په غلا کولو تورونوي.










