هند نړۍ ته د غنمو صادرات بند کړل

غنم

د عکس سرچینه، Reuters

په داسې حال کې چې نړۍ د اوکرايين جګړې له کبله له غذايي کړکېچ سره مخ ده، هند هم په ناڅاپي ډول اعلان کړی چې دنیا ته د غنمو صادرات بندوي.

اوکرایین هم د غنمو په څېر د غلې دانې په برخه کې د نړۍ په کچه یو لوی صادروونکی هېواد دی خو د روسیې برید له کبله له دغه هېواده د غلې د اېستلو بهیر درېدلی دی.

اوس د نړۍ یوه بل لوی هېواد هند هم د غنمو صادرات بند کړي دي او ویلي یې دي، د خپل هېواد غذايي خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او لومړۍ باید ډاډه شي چې په دغه هېواد کې شته غنم یې د خپلو وګړو بس کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړېواله کچه د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او تر دې مخکې هند ټولې نړۍ ته د غلې د رسولو ټټر وهلی و.

د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي امریکايي ولسمشر ته ویلي وو چې هند چمتو دی غونډې دنیا ته خوراکي توکي ورسوي. د ښاغلي مودي په خبره، هند د خپل څه کم یونیم میلیارد خلکو لپاره "کافي خواړه" لري او که د سوداګرۍ نړېوال سازمان اجازه ورکړي نو چمتو دی چې "سر له سبا نړۍ ته خوړنتوکي ورسوي".

خو له تازه پرېکړې یې ښکاري چې هند هم په نړۍ کې روان غذايي کړکېچ او د بیو لوړوالي ته په کتو اراده بدله کړې او دې اندېښنې له خپلې خبرې اړولی دی.

جګړه، د خوراکي توکو بیو لوړېدل او د حاصلاتو کمښت

غله دانه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د تودوخې ناڅاپي ډېروالي هم ځینې کوچني حاصلات ځپلي چې اوس نړۍ په جدي ډول د غلې له کمښت سره مخ ده.

کارپوهان وايي انفلاسیون یا د پیسو پړسوب په کور دننه د خوراکي توکو د بیو د لوړېدا لامل کېږي او د تودوخې ناڅاپي ډېروالي هم ځینې کوچني حاصلات ځپلي چې اوس نړۍ په جدي ډول د غلې له کمښت سره مخ ده. خو پر دغو سربېره د اوکرايين جګړه هم د دې کړکېچ یو بل لامل دی.

د اوکرايين تر جګړې مخکې هم په ټوله نړۍ کې د فصلونو په حاصلاتو کې د ستونزو له کبله ان له تېرو لسو کلونو راهیسې د خوراکي توکو بیې لوړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د ارزونې له مخې له ۱۹۹۰ راهیسې د خوراکي توکو بیې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي او دې جګړې دا وضعیت لا خراب کړی دی.

تر هند هاخوا روسیه هم د اوکرايين په څېر په نړۍ کې د غنمو لوی صادروونکی هېواد دی. اوکرايين او روسیه دواړه د ټولې دنیا درېیمه برخه غنم صادروي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مالوماتو له مخې ټاکل شوې وه سږ کال به روسیه او اوکرايين په ګډه ۱۴ میلیون ټنه غنم او تر شپاړس میلیون ټنه ډېر جوار نورو هېوادونو ته صادر کړي.

خو پر اوکرايين د روسیې د برید له کبله د نړۍ سترګې هند ته وې چې په دې برخه کې به خپل صادرات لا ډېر کړی ځکه چې د ښاغلي مودي په خبره، "خپلو خلکو ته کافي خواړه لري".

هند څومره غله دانه لری؟

هند په نړۍ کې د وريژو او غنمو دویم تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی.

هند

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هند د نړۍ شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو ته وريژې او ۶۸ هېوادونو ته غنم صادروي او د خوراکي‌ توکو په برخه کې تر ټولو ارزانه صادروونکی هېواد بلل کېږي.

د روان میلادي کال د اپرېل په لومړیو کې دغه هېواد د وریژو او غنمو ۷۴ میلیون ټنه ذخیره لرله او له دې یې ۲۱ میلیون ټنه د دې لپاره ساتلي چې شاوخوا ۷۰۰ میلیون بې وزلو خلکو ته په ارزانه بیه وپلورل شي.

وار له مخه هند د نړۍ شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو ته وريژې او ۶۸ هېوادونو ته غنم صادروي او د خوراکي‌ توکو په برخه کې تر ټولو ارزانه صادروونکی هېواد بلل کېږي.

دغه هېواد له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۱ اوه میلیون ټنه غنم صادر کړي وو او د هندي چارواکو په خبره، په یاده موده کې د غلې دانې د بیو د لوړوالي له دې پلوه یې ګټه ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېده چې یو ریکاډ دی.

خو نړۍ ته د غنمو صادراتو د بندولو په اړه د هند تازه پرېکړه ښايي په دنیا کې روان غذايي کړکېچ لا پسې خراب حالت ته ورسوي.

د یادولو ده چې هلته د المان په شتوتګارت ښار کې د ستر اقتصاد لرونکو اوو هېوادونو یا جي-۷ مشران او د کرنې وزیران سره راټول دي چې نړۍ ته د خوراکي توکو پر رسولو د روسیې د برید اغیزو باندې خبرې سره وکړي.

پرون په دې غوډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا باربک وویل، د روسیې دغه عمل یو لوی خطر دی چې د غلې دانې صادراتو مخه یې نيولې ده.

د اغلې باربک په خبره، "دا څو اړخیزه جګړه ده، یوازې د ټانکونو یا د هوايي توغندیو جګړه نه ده، نه هم یوازې د دروغجنو خبرونو او پروپاګند خپرولو جنګ دی، بلکې دا د خوړو جګړه هم ده چې نن یې هغه ده موږ تاسې پخپلو سترګو په ټوله نړۍ کې وینو".