ایران افغانستان ته د هند غنمو او درملو مرستې لېږد کې د همکارۍ وړاندیز کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران وايي، افغانستان ته به د هند له لوري د غنمو او درملو مرستو لېږدولو کې مرسته وکړي. د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان له خپل هندي سیال جې جېشنکر سره ټیلیفوني خبرو کې وړاندیز کړی، چې هېواد یې چمتو دی، افغانستان ته د هندي مرستو لېږد کې همکاري وکړي.
د یادونې ده چې هند تېر سپتمبر کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان لپاره د هند مرستو ته دي د پاکستان له لارې اجازه ورکړي.
هندي چارواکو مخکې ویلي و، له پاکستان سره په اړیکه کې دي، چې له خاورې یې د دارو درملو او غنمو دغه مرستې افغانستان ته واستوي.
مخکې هند افغانستان ته د ایران چاه بهار له لارې غنم استول خو د دسمبر نیمايي کې په دې هکله خبرو کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي په دې هکله څه و نه ویل چې ولې اوس هغه لار نه کاروي.
وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې د هند مرستو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ورسېږي.
د تېر نومبر پای کې بیا پاکستاني چارواکو وویل، هند ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه پنځوس زره مېټرک ټنه غنم او درمل د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
خو اوس د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د پاکستان له لوري دې لړ کې د خنډونو له رامنځته کېدو وروسته ایران دې لړ کې د همکارۍ ژمنه کړې.
ایراني چارواکي د غنمو او درملو لېږدولو کې د همکارۍ ژمنه داسې حال کې کوي، چې ملګرو ملتونو خبردارى ورکړى چې افغانستان کې لوږه شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي ګواښي او د دغه هېواد روغتيايي نظام هم د پرځېدا له خطر سره مخامخ دى.









