د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له لوږې سره جګړه

Children in Kabul
د عکس تشریح، د اقتصاد له کمزورتیا وروسته د ډېری افغانانو لپاره د کورنیو لپاره خواړه چمتو کول لویه ننګونه ده.
    • Author, جیرمي بوین
    • دنده, بي بي سي کابل

کابل کې لا هم د ژوند بڼه د بدلون انتظار کوي. تر ډېره بریده به دا د نویو طالب واکمنو په خوښه پورې تړلې موضوع وي، خو لوږه هغه څه ده چې په افغان ښارونو کې یې وېره برالا ښکاري.

د دې ښارونو د هغو اوسېدونکو لپاره چې هر میاشت ایله څو سوه افغانۍ موندلای شي، د لوږې مخنیوی په راتلونکي کې تر ټولو لویه ننګونه ثابیتدای شي.

دې هېواد کې چې یو وخت پراخې مرستې ورسره شوې، میلیونونه اوسېدونکي اوس په سخته بیوزلۍ کې ژوند کوي.

کومې پیسې چې پاتې وې، (نهه میلیارده ډالره) هغه په دې موخه د امریکا مرکزي بانک کې کنګل شوې دي چې د طالبانو لاس ورته و نه رسېږي.

اوس د کابل بازارونو کې هره ورځ سلګونه مزدوران د مزدورۍ په لټون یو ځای کېږي.

لویې ودانیزې پروژې په ټپه درېدلې. بانکونه تړلي دي. له بهره د پیسو راتګ سرچینې وچې شوې دي، یوازې د څاڅکو په بڼه یو څه راځي. د ګوتو په شمېر مزدوران ورځنی کار مومي، پاتې نور قهریدلي ښکاري.

Labourers in Kabul
د عکس تشریح، اوس هم هره ورځ ډېر کسان په مزدورۍ پسې راوځي، خو د ګوتو په شمېر داسې دي چې مزد مومي

له دوې یو حیات خان دی، دی هغو اشرافو ته غوسه دی چې تېرو ۲۰ کلونو کې یې پریمانه فساد کړی.

دی وايي: ''بډایان یوازې د ځان غم کوي. د خوار، غریب فکر ورسره نه شته، زه د ډوډۍ اخیستو پیسې نه لرم. باور وکړه، چې یو ډالر هم نه شم موندلای، خو شتمنو د لویدیځوالو د مرستو ټولې پیسې خپلو جېبونو ته کړې. هیڅوک د بیوزلو په فکر کې نه دي، کله چې له بهره مرستې راتلې، واکمن یې د بیوزلو پر ځای په خپلو - خپلوانو وېشي. ''

Hayat Khan
د عکس تشریح، حیات خان وايي، له لویدځه راغلې د مرستې پیسې شتمنو غلا کړې.

دلته له مزدورانو سره زما مرکې اورېدو ته یو بل سړی ودرېد، محمد انور نومېږي، دی ځکه بختور دی چې دفتري دنده لري. دی بیا پر امریکایانو د غلا غدیو تور پورې کوي، په انګلیسي ژبه یې راته وویل:

''موږ د خدای په نامه له امریکایانو هغه پیسې بېرته غواړو چې له افغان حکومته یې اخیستې. دا پیسې باید د افغانستان په بیا رغاونه کې پکار شي. ''

په همدې کې یو طالب چارواکی راغی، ده رانه وغوښتل چې له دې ځایه لاړ شو، وضعیت یې خطرناک باله.

ماته کوم ګواښ په نظر نه راته، خو دا د استدلال ځای او وخت نه راښکاریدل. له طالب چارواکي سره یو ساتونکی هم ولاړ و، چې د امریکايي پوځیانو غوندې تورې عینکې یې پر سترګو وې او امریکایی ټوپک یې په لاس کې و.

د طالبانو کسان د جمهوریت پلازمېنه کې هر ځای ښکاري چې دوی یې نوم امارات ته اړولی، په هوايي ډګر کې بیا په امریکايي یونیفورم کې لیدل کېږي.

په نور ښار کې تر ډېره حده په دودیزو کالیو کې لیدل کېږي، خو د ټولو وسله په لاس کې وي.

Taliban guard in Kabul
د عکس تشریح، وسله وال طالبان د کابل کوڅو کې ګزمې کوي.

تېره اونۍ مې کابل کې تر ټولو ډیر شکایتونه د خوړو د بیو په هکله اورېدل. د ښار ډېری اوسېدونکو لپاره د خوړو بیو بې کچې لوړوالي له کبله ورځ تر بلې ګرانه کېږي چې کورنیو ته خواړه ورسوي.

د خوړو نړیوال سازمان اټکلونه ښيي چې د افغان نفوس ۹۳ سلنه خلک په کافي اندازه خواړه نه لري او تېره میاشت د طالبانو له واکمنېدو مخکې دا کچه اتیا سلنې ته رسېده.

په ښار کې داسې نوي بازارونه هم راپیدا شوي، چې ځینې کسان په کې د کورونو هغه توکي پلوري چې مخکې یې د هوسا ژوند تېرولو لپاره یو ځای کړي وو، دوی اوس دغه څیزونه معمولاً د خوړو لپاره د یو څو پیسو بدل کې بازار ته راوړي.

ګڼ کسان مې ولیدل چې کراچیو کې یې پلور ته غالۍ، لوښي، ټلویزیونونه او داسې نور توکي راچلول. پلورنکي ډېر او مشتریان یې لږ وو، ځکه نغدې پیسې نه شته.

د شخصي ازداۍ، د نجونو پر زدکړو بندیزونه، له ښځو د کار حق سلب هغه څه دي، چې د نړۍ په لر او بر کې پرې نیوکې شوې، خو په لوږه د خلکو ویده کیدل په خپل ځای بېړنیزه پاملرنه غواړي.

هغه هېوادونه چې غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي، خو طالبان ردوي، له یوې لویې جنجال سره مخامخ دي.

طالبان به د دې لپاره چې خلک د مزد لپاره کار وکړي، چې خواړه ولري او ژوند وکړي، یو عملي حکومت چلوي، خو په امریکا، بریتانیا او نورو هېوادونو کې چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شوي، د ځینو لپاره ګرانه ده، داسې څه هضم کړي چې د دوی د پخواني دښمن بریا ښکاري.

بدیل ښايي لا ناوړه بڼه ولري، چې د خلکو لپاره به د لا نورو ستړو ستونزو په بڼه وي، لا نور کډوال به وي، لا نور وږي ماشومان به وي، او دا خطر به پېښ شي چې افغانستان یو ځل بیا ناکام هېواد ثابت شي او د سخت دریځو جهادیانو لپاره په یوه خوندي ځای بدل شي.

ښاریان د څلوېښتې کلنې جګړې له ویر سره ژوند کوي. د هر یوه په ژوند کې یوه کیسه شته. یوه کورنۍ چې ما ولیده، همداسې یوه کیسه یې درلوده.

د دوی اپارتمان تش پروت و. د کور ټول شته یې پاکستان ته د تلو لپاره د کباړ په بازار کې پلورلي. په دې کورنۍ کې مور یوازینې ګټندویه وه، چې زه یې دلته نوم نه یادوم.

دا د الیکترونیکي انجینرینګ برخه کې استاده وه، خو طالبان چې ټول نارینه دي، دې ته د کار اجازه نه ورکوي. کشرۍ لور یې هم له زدکړو منع شوې، په کور کې ناسته ده.

دا په ظاهره ارامه ښکاریده، خو چې د کور او وطن پرېښودلو د سختۍ مې ترې وپوښتل، د سلګیو منځ کې یې غږ نری شو.

Kabul child with corn
د عکس تشریح، د لسیزو جګړو ځپلي هېواد کې په وږي نس ویده کېدل نوی واقعیت دی

دې راته وویل: ''له کومې ورځې مې چې دا پرېکړه کړې، پر زړه مې اور بل دی، داسې به مې ولې کول؟ خو څه کولای شم؟ که دلته پاتې کېږو، ګومان نه شي چې دوی به یا د کار اجازه راکړي او یا به مو زدکړو ته پرېږدي، نو څه به خورو؟ زه خو به لوږه هم وګالم، خو ماشومان مې وږي نه شم لیدای. ''

په یوه داسې هېواد کې د دوی ارمانونه تل د رژیدو له خطر سره مخامخ وو چې فساد پکې خپور و او له بهرنیو مرستندویانو له وتلو وروسته یې د هغه وضعیت دوام امکان نه درلود.

د هغو له تلو وروسته د افغانستان بحران د ژوند پر بنسټیزو اړتیا راڅرخي، چې خواړه دي، امنیت دی، هیله او ناهیلي دي او غوسه ده.