ټرمپ: امریکا باید له اوکرایین وړاندې خپل ښوونځي خوندي کړي

د ویډیو تشریح، ټرمپ د ټکساس پر ښوونځي تر برید وروسته د ښوونځیو د لا خوندي کولو غوښتنه وکړه

د امریکا مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ددغه هېواد پر قانون جوړوونکو غږ کړی چې د امریکا متحده ایالتونه باید له اوکرایین سره تر مرستې کولو مخکې د خپلو ښوونځیو د امنیت ساتلو ته لومړیتوب ورکړي.

د ښاغلي ټرمپ دا خبرې په امریکا کې د وسلو د ملي ټولنې د غونډې په درشل او تر هغه برید وروسته راغلې چې د ټکساس ایالت په یوه ښوونځي کې لږترلږه ۱۹ زدکوونکي او دوې ښوونکې په ډزو ووژل شوې.

د وسلو ملي ټولنې ناسته - چې تر ټولو ستره غونډه بلل شوې- په هوسټن کې روانه ده.

ټرمپ زیاتوي، که امریکا اوکرایین ته د میلیاردونو ډالرو استولو توان لري، نو "موږ باید په کور د ننه د خپلو ماشومانو د ساتلو لپاره لاس په کار شو".

ټرمپ:‌ افغانستانه مو هېڅ ترلاسه نه کړل

ټرمپ وايي: "په افغانستان او عراق کې مو ټریلیونونه ډالر ولګول، خو هېڅ مو ترلاسه نه کړل".

دی وايي "مخکې له دې چې نوره نړۍ د یوه دولت په توګه جوړه کړو، باید پخپل هېواد کې خپلو ماشومانو ته خوندي ښوونځي جوړ کړو" .

د امریکا کانګرس د روانې میاشتې لومړیو کې په اکثریت رایو اوکرایین ته د ۴۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې ورکولو په ملاتړ رایې ورکړې.

په دې سره، په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکرایین د روسیې تر یرغل پیلېدا وروسته له اوکرایین سره د امریکا د پوځي مرستو کچه - چې کانګرس تایید کړې ده - ۵۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

Hundreds of protesters gathered outside the venue in Houston

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هوسټن کې سلګونه کسانو په امریکا کې د شخصي وسلو لرلو پرضد د محدودیت ډېرولو غوښتنه وکړه

ټرمپ هغه غوښتنې رد کړې چې ګنې امریکا کې دې د وسلو ګرځولو محدودیتونه لا ټینګ شي، ټینګار یې دا و چې امریکایانو ته باید د "شرارت" ضد کړنو پروړاندې له خپل ځانه د دفاع لپاره د وسلو ګرځولو اجازه ورکړل شي.

خو پرځای یې، د ښوونځیو د خوندیتوب او سلامتیا لپاره د "ټولشموله سمون" غوښتنه هم وکړه چې د ښوونځیو دروازو کې باید له ننوتونکو سره اوسپنیز څیزونه ومومي، او لږ ترلږه د هر ښوونځي او پوهنتون په انګړ کې یو وسله وال پولیس وګومارل شي.

ډونلډ ټرمپ دیموکراټان ددغو امنیتي اجراتو عملي کولو کې په ناغېړۍ تورن کړل.

د امریکا دغه پخواني جمهوریپال ولسمشر پخپلو خبرو کې په اوفالدي کې په ډزو د ټولو وژل شویو کسانو نومونه هم واخیستل.

په امریکا کې د وسلو ملي ټولنې کلنۍ غونډه چې نژدې پنځه میلیون کسان پکې غړیتوب لري، د هغه برید له ځایه نژدې ۴۵۰ کیلومتره لیرې جوړه شوې، چې د ښوونځي زدکوونکي پکې ووژل شول.