امریکا کې پر ښوونځي بریدکوونکی 'بې خنډه ودانۍ ته ورننوتی و'

Officers stand near a memorial of flowers at the scene of the mass shooting at the Robb Elementary School in Uvalde, Texas on 25 May

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ځايي اوسېدونکي د ښوونځي مخې ته د ګلانو ګېډۍ ږدي.

امریکا کې پولیس وايي، هغه بریدګر چې دې هېواد کې یې پر سې شنبه یوه ښوونځي برید وکړ، ودانۍ ته بې خنډه ننوتی و.

د ځايي امنیتي ځواک رنجر مشر ویکټر اسکالون وايي، هېڅ یوه امنیت ساتونکي د بریدګر مخه نه ده نیولې او دا هم معلومه نه ده، چې ایا د ښونځي دروازه تړلې وه او که نه.

ښاغلي اسکالون دا څرګندونې د برید په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ځنډني غبرګون په تړاو له ډېرېدونکو نیوکو وروسته کړې دي.

رپوټونو کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي پولیس د یولاد ښارګوټي پر دې ښوونځي د برید پر مهال له بریدګر سره مخامخېدو ته زړه نا زړه وو.

ښاغلي اسکالون د پنجشنبې پر ورځ یوه خبري غونډه کې وویل، هغه لومړني رپوټونه ناسم وو چې ګواکې بریدګر یو امنیت ساتونکی وژلی دی.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه ښوونځي ته د بریدګر له ننوتو څلور دقیقې وروسته پر نژدې ۱۱ بجو او ۴۰ دقیقو رسېدلي دي.

د یادونې ده، چې بریدګر بیا پر ۱۲ بجو او ۴۵ دقیقو له هغه وروسته ووژل شو چې د امریکا پوله ساتو ځواکونو تکتیکي ګروپ د پېښې ځای ته ورسېد.

د ځايي امنیتي ځواک رنجر مشر ویکټر اسکالون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځايي امنیتي ځواک رنجر مشر ویکټر اسکالون

بریدګر په دې پېښه کې ۱۹ زدکوونکي او دوه ښوونکي په دې پېښه کې په ډزو ووژل او ۱۷ کسان یې ټپیان کړل.

د پېښې په ځای کې ثبت شوي ویډیويي کلیپونه ښيي چې هلته ولاړ کسان له پولیسو غواړي چې د بریدګر مخه ونیسي.

ټکساس رنجر او د عامه امنیت ادارې ویاند ښاغلی اسکالون بیا وايي، هلته شته پولیسو د نور ځواک غوښتنه کولو او 'د زدکوونکو او ښوونکو په خوندي ایستلو بوخت وو. '

چارواکي وايي دوی نه پوهېږي چې بریدګر زلمي څومره مرمۍ وار کړې، خو د امنیتي ځواکونو یوې سرچینې سي بي ایس نیوز شبکې ته ویلي، بریدګر ۶۰۰ مرمۍ درلودې.

د سرچینې په وینا دا د مرمیو هغه شمېر دوه برابره دی، چې یو عادي امریکايي پوځي یې جګړې ته له ځان سره وړي او داسې ښکاري چې بریدګر له پولیس سره اوږدې نښتې ته چمتوالی درلود.