د امریکا ټکساس ښوونځي کې ډزو ۱۰ کسان وژلي

د ویډیو تشریح، یو زدکوونکی: "یوه نجلۍ مې ولیده چې وویشتل وه."

د امريکا د ټکساس ايالت په يوه ښوونځي کې ډزو ١٠ کسان وژلي، چې يو ښوونکى هم په کې دى . پېښه کې نور ١٠ کسان ژوبلېدلي.

شکمن چې د سانتافي ښار ښوونځي زده کوونکى نيول شوى دى.

د ټکساس والي گريگ آبټ وويل وژونکي هغه دوې وسلې کارولې چې پلار يې په قانوني توگه رانيولې وې.

پوليس وايي، هغه چاودېدونکي توکي ارزوي، چې دننه په ودانۍ او هغې ته ورڅېرمه ځايونو کې موندل شوي دي .

چارواکو د دیمیتریوس باجورټزیس په نوم هغه ۱۷ کلن یو مشکوک زدکوونکی نیولی، چې په سانتافي ښوونځي کې زدکړې کولې.

چارواکو نوموړی په قتل تورن کړی.

دغه لېسه له هاسټن نه سوېل ته شااوخوا۴۰ میلیه لرې دی

د عکس سرچینه، Twitter/ @HCSOTexas

د عکس تشریح، دغه لېسه له هاسټن نه سوېل ته شااوخوا۴۰ میلیه لرې دی

د بي بي سي يو خيريال وايي سږ امريکا کې د ښوونځيو په ډزو کې د امريکا په پوځ کې د خدمت پرمهال تر وژل شويو کسانو ډېر امريکايان وژل شوي.

پولیس وايي، ډېری وژل شوي زدکوونکي دي.

د ویډیو تشریح، یوه زدکوونکې: "تر خپله وسه مې منډې وهلې."

سپینې ماڼۍ د ټرمپ له خولې دا یو "وېروونکی" برید بللی دی.

د ویډیو تشریح، سپینې ماڼۍ د ټرمپ له خولې دا یو "وېروونکی" برید بللی دی.

ټرمپ وايي: "زما اداره د زدکوونکو د ساتنې او د ښوونځیو د خوندیتوب او هغو کسانو ته د وسلو د رسېدو د مخنیوي لپاره تر خپله وسه هڅه کوي، چې غواړي خپل ځان او نورو ته ګواښ ګرځي."

د برید په تړاو نیول شوی ۱۷ کلن مشکوک اوس زندان کې دی

د عکس سرچینه، Galveston County Jail/Twitter

د عکس تشریح، د برید په تړاو نیول شوی ۱۷ کلن مشکوک اوس زندان کې دی

د روان کال په لومړيو کې د فلوريډا ایالت په يوه ښوونځي کې ډزو ١٧ کسان ووژل چې دې پېښې امريکا کې پر وسلو د کنټرول غوښتنې غږونه اوچت کړل.