تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټکساس ښوونځي کې ډزو ۱۰ کسان وژلي
د امريکا د ټکساس ايالت په يوه ښوونځي کې ډزو ١٠ کسان وژلي، چې يو ښوونکى هم په کې دى . پېښه کې نور ١٠ کسان ژوبلېدلي.
شکمن چې د سانتافي ښار ښوونځي زده کوونکى نيول شوى دى.
د ټکساس والي گريگ آبټ وويل وژونکي هغه دوې وسلې کارولې چې پلار يې په قانوني توگه رانيولې وې.
پوليس وايي، هغه چاودېدونکي توکي ارزوي، چې دننه په ودانۍ او هغې ته ورڅېرمه ځايونو کې موندل شوي دي .
چارواکو د دیمیتریوس باجورټزیس په نوم هغه ۱۷ کلن یو مشکوک زدکوونکی نیولی، چې په سانتافي ښوونځي کې زدکړې کولې.
چارواکو نوموړی په قتل تورن کړی.
د بي بي سي يو خيريال وايي سږ امريکا کې د ښوونځيو په ډزو کې د امريکا په پوځ کې د خدمت پرمهال تر وژل شويو کسانو ډېر امريکايان وژل شوي.
پولیس وايي، ډېری وژل شوي زدکوونکي دي.
سپینې ماڼۍ د ټرمپ له خولې دا یو "وېروونکی" برید بللی دی.
ټرمپ وايي: "زما اداره د زدکوونکو د ساتنې او د ښوونځیو د خوندیتوب او هغو کسانو ته د وسلو د رسېدو د مخنیوي لپاره تر خپله وسه هڅه کوي، چې غواړي خپل ځان او نورو ته ګواښ ګرځي."
د روان کال په لومړيو کې د فلوريډا ایالت په يوه ښوونځي کې ډزو ١٧ کسان ووژل چې دې پېښې امريکا کې پر وسلو د کنټرول غوښتنې غږونه اوچت کړل.