د امریکا فلوریډا یوه ښوونځي کې په ډزو ۱۷ کسان وژل شوي

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

رپوټونو کې ویل شوي، د امریکا فلوریډا ایالت پارک لنډ سیمې په یوه ښوونځي کې ډزې شوې چې لږترلږه ۱۷ کسان پکې وژل شوي او له پېښې نژدې یو ساعت وروسته ځايي پولیسو وویل، 'بریدګر اوس نیول شوی دی. '

د ښوونځي مشر رابرټ ریونسي وویل، 'پېښه کې زیان هم اوښتی او موږ ګومان کوو، نیول شوی مشکوک کس ښايي د ښوونځي پخوانی زده کونکی دی. '

بل لور ته د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې د ژوبلو کسانو شمېر ۲۰ کسه یاد شوی دی.

له پېښې سملاسي وروسته د سیمې پولیسو یوه ټویټر پیغام کې له زده کونکو او ښوونکو وغوښتل چې د پولیس ځواک ور رسېدو تر مهاله ودانۍ کې پټ پاتې شي.

برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زدکوونکي د پولیسو په امر له ښوونځي ووتل
تلویزیوني رپوټونو کې زده کونکي لیدل کېږي، چې له ښوونځي ایستل کېږي

د عکس سرچینه، EVN

د عکس تشریح، تلویزیوني رپوټونو کې زده کونکي لیدل کېږي، چې له ښوونځي ایستل کېږي

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې په برید خبر کړی او شېه به په شېبه معلومات ورکوي. ښاغلي ټرمپ له برید وروسته پر ټویټر د وژل شویو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې ده:

''د امریکا ښوونځیو کې هېڅوک (نه زده کوونکي نه ښوونکي او نه بل څوک) باید د ناامنۍ احساس وکړي. ''

دا تر ۲۰۱۲ کال وروسته، چې په یوه ښوونځي کې ۲۰ زدکوونکي ووژل شول، پر ښوونځي تر ټولو لوی خونړی برید دی.

له ۲۰۱۳ کال وروسته امریکا کې پر ښوونځیو ۲۹۱ بریدونه شوی، چې کابو هره اونۍ یو برید شوی.

په هغو ویډيويي کلیپونو کې چې په ژوندۍ بڼه خپاره شول، لږ شمېر زدکونکي لیدل کېدل، چې له ودانۍ ایستل کېدل. ایف بي ای چارواکو هم وویل، دوی له ځايي امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور ته د سپینې ماڼۍ رسنیز دفتر مرستیاله سیکرتره لنډسې والټرز وايي، ولسمشر ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي:

''موږ حالت له نژدې څارو او له هغو سره خواخوږي څرګندوو، چې پېښې اغېزمن کړي دي. ''

.

د عکس سرچینه، EPA