امریکا: د برید ګر ډزو کې پنځه کسان وژل شوي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سانتا مونیکا ښار کې د ډزو یوې پېښې کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د ډزو دغه پېښه له یوې ودانۍ پیل شوه او په یوه کالج کې پای ته ورسېده. پولیس وايي د کالج په کتابتون کې یې یو وسله وال سړی په ډزو وواژه.
د پولیسو په وینا وسله وال برید ګر په یوه کور کې دوه کسان ووژل، د کالج پر لاره یې دوه نور کسان ووژل او د کالج کتابتون مخې ته یې یوه ښځه ووژله.
د عیني شاهدانو په وینا تور کالي برید ګر اتومات وسله لرله او مرمۍ ضد واسکټ یې اغوستی و.
د عیني شاهدانو په وینا برید ګر پر یوه کور د مردکیو باړونه وچلول، چې له هغه وروسته په کور کې اور ولګېد، خو دا معلومه نه شوه، چې د اور لګېدنې وجه ډزې وې او که بل څه.
د لاس اینجلس ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې دوه وژل شوي کسان د برید ګر ورور او پلار ول.
د سوځل شوي کور په ګاونډ کې استوګنې جېرې راتهنر اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، چې د کور له برنډې یې بریدګر ولید، چې ډزې یې کولې، د هغې په وینا، له دې وروسته وسله وال برید ګر د کوڅې سر ته لاړ، پر یوې ښځې یې ټوپک ور واړاوه، چې موټر یې چلاوه.
د هغې په خبره برید ګر له دې وروسته یوه بل موټر ته د درېدو اشاره وکړه او پرله پسې ډزې یې وکړې.
د راتهنر په وینا هغه مستقیماً په ګاډي چلونکې ښځې درې څلور ډزې وکړې. د چارواکو په وینا له دې وروسته برید ګر سانتا مونیکا کالج ته ننوت او هلته یې د کتابتون مخې ته یوه ښځه په ډزو ووېشته او ویې وژله.
د کالج ادارې یوې کارکونکې ټرینا جونسن په وینا" ما ولیدل چې یوه ښځه په ډزو ولګېده او و نه توانېدم، چې د ځان د لرزېدو مخه ونیسم."
د پولیس مشر جیکلن سي بروکس په وینا وسله وال برید ګر د کالج په کتابتون کې ډزې وکړې، خو څوک په دې ډزو و نه لګېدل او له دې وروسته پولیس هلته ورسېدل او په متقابلو ډزو کې یې برید ګر وواژه.
کالج کتابتون کې محصلین د وروستیو ازمېنو لپاره د چمتووالي لړ کې په مطالعه بوخت وو.
پولیسو یو بل تور کالی سړی هم نیولی، چې د کمېس پر شا یې لیکلي وو" لایف از ګېمبل"
یانې ژوند قیمار دی. د سي بروکس په وینا موږ سل په سلو کې نه شو ویلای، چې وژل شوی کس یوازې و او که یه.
دغه پېښه هغه ځای ته یوازې ۵ کیلو متر لرې وشوه، چې د جمعې په ورځ یوه پروګرام کې د ګډون لپاره ولسمشر اوباما ورغلی و.








