د فلوريډا بريدګر ښايي په اعدام سزا محکوم شي

د عکس سرچینه، AFP
امریکايي چارواکي وايي، د فلوریډا هوايي ډګر کې ډزې کوونکی رسماً تورن شوی چې ښايي د اعدام سزا ورته وټاکله شي. د تورن استبان سنتیاګو کورنۍ ویلي، نوموړي 'عراق کې د پوځي دندې پرمهال هوښ له لاسه ورکړی'.
څارنوالان اوس له مشکوک سړي نه پوښتنې ګروېږنې کوي.
۲۶ کلن مشکوک استبان سنتیاګو په هوايي ډګر کې پر ځینو کسانو په ډزو تورن شوی چې لږترلږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.
پر نوموړي په یوه نړیوال هوايي ډګر د تاوتریخجنې پېښې تور لګول شوی، چې ښايي سزا یې تر اعدام پورې د تورن د پښو څکول وګرځي.
پر سنتیاګو د خطرناکې وسلې لرلو تور هم پورې شوی.
اټکل دی چې سنتیاګو وروسته تر هغه پر خلکو ډزې کړې چې له الاسکا ایالت ته یوه الوتکه پر هوايي ډګر کوزه شوه.
نوموړي پخپل بکس کې تومانچه لرله.
تورن وړاندې عراق کې د امریکا پوځ کې هم دنده ترسره کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
څېړونکي وايي، لیرې نه ده چې د دې پېښې ترشا دې د ترهګرو لاسونه هم وي "د برید تر شا د ټولو احتمالونو پلټنه کوو او دا هم څېړو چې د پېښې تر شا ترهګر و که نور څوک".
د امریکا دفاع وزارت ویلي، سنتیاګو الاسکا او پورټوریکو ایالتونو کې د ملي ګار غړی و.
نوموړی د ۲۰۱۰ کال اپریل او د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ میاشتې پورې عراق کې د امریکايي ځواکونو چوکاټ کې کار کړی. او د ۲۰۱۶ کال اګسټ میاشت کې یې پوځي خدمت پرېښی دی.
امریکايي رسنیو ویلي، سنتیاګو الاسکا ملي ګارد کې له دې کبله لیرې شوی، چې سم فعالیت یې نه کاوه.
د هغه ورور ویلي، په وروستیو کې سنتیاګو له رواني ناروغۍ کړېده، خو د هغه یوې ملګرې یوې سیمه ییزې مجلې ته ویلي "هغه عراق کې د پوځي دندې پرمهال خپل عقل له لاسه ورکړی و".
رپوټونه وايي، په تېر نومبر کې نوموړي پولیسو ته وویل، چې حکومت اړ کړی و چې د اسلامپالو جهادیانو وېډیوګانې وګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، ولسمشر اوباما د وژل شویو له کورنیو سره غمشريکي ښودلې ده.
منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر خپلې ټویټرپاڼې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ پیغام خپور کړی.
تېر کال هم امریکا کې د ډزو پېښو کې ګڼ کسان وژل شوي وو. د فلوریډا د همنوږو په یوه شپې کلب کې یوه سړي، چې ویل کېدل ګني له 'اسلامي دولت' نومې ډلې اغېزمن شوی- برید وکړ چې لږترلږه ۴۹ کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AP








