په مکسیکو کې د امریکا د سفارت دوه کارکوونکي هغه وخت ټپیان شول، چې پلازمینې ته نژدې یې د سپرلۍ پر موټر ډزې وشوې.
د پېښې په اړه تر اوسه لا ډیر جزییات نه دي په ډاګه شوي خو د مکسیکو سمندري ځواکونونو په یوه اعلامیه کې دا منلې چې فدرالي پولیسو د کیورانواکا ښار ته نژدې پر امریکايي ديپلوماتانو ډزې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مکسیکو له چارواکو سره د پېښې د څېړنې په اړه کار کوي.












