د اورلنډو بريدګر څو ځله د خپل بريد "کلب ته ورغلی و"

عيني شاهدان وايي د همجنسخوښو پر کلب بريدګر څو ځله دغه شپني کلب ته ورغلی و.
کرېس کلېن چې د امريکا فلوريډا ايالت د اورلنډو په دغه کلب کې کار کوي، نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې عمر متين په "تېرو دريو کلونو کې دلته څو ځلی ورغلی و".
په پالس کلب بريد کې ۴۹ تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپيان شوي وو. د بريدګر نوم عمر متين دی، چې د ټوپک په واسطه يې په دغه کلب بريد کړی و چې بيا وروسته د پوليسو له خوا په ډزو کې ووژل شو.
د کرېس کلېن په نامه يو کس وايي، "ما دی څو ځله په پالس کلب کې ليدلی، د يوه پخواني امنيتي ساتونکي په ګډون له ځينو خلکو سره چې ما خبرې وکړې دوی دی څو ځله په کلب کې ليدلي و".
ښاغلی کلېن وايي، "متين د مذهبي ټوکې له امله يو ځل پر خپل ملګري د غوسې له امله چاقو را ايستلی و".
پر دې سربېره ښاغلي کلېن ويلي، متين يو "ښه کس و"... "کېدای شي دی سخت دريځی شوی وي، او له هغه څه يې کرکه کوله چې دی و".
د سمېت په نامه يوه کس ويلي چې "ځینې وخت به دی[متين] د کلب په يوه څنډه کې ناست و او کله به يې د نشې په حال کې شخړې کولې".
د دغه کلب يوه دايمي مشتري جيم وان هارن وايي، "متين يې په دغه کلب کې څو ځله ليدلي و، چې هڅه يې کوله نارينه وو ته ځان ورنژدې کړي". دا هم څرګنده شوې چې متين د همجنسخوښوونکو يو اپلکېشن هم کاروه.

د عکس سرچینه، REUTERS
د عمر متين پلار وايي، "د خپل زوي په چلند کې يې د هېښتيا هېڅ کومه نښه نه وه ليدلې، ده خپل کار کاوه او په خپل وخت به راتله"
نوموړی وايي، "زما زوی چې څه وکړل هغه په بشړه توګه غلط دي او دغه کړنه يې يو ترهګريز عمل دی".
خو د نوموړي خپلوانو ویلي، عمر متین یو امنیتي کارکوونکی و، ډېر متدین هم نه و، خو له همجنسخوښو یې ډېره کرکه کوله.
د عمر متین پلار میر متین صدیق ویلي، زوی یې په وروستیو کې هغه مهال ډېر عصباني شو، کله به یې چې همجنسخوښي لیدل چې د میامي ښار پر واټونو یو بل ته تر غاړې شوي.

د عکس سرچینه، Getty
تراوسه لا نه ده معلومه چې د دې وژلو تر شا اصلي هدف څه و.
بلخوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، داسې څرګند دلیل نه شته، چې ګني د اورلنډو برید کوونکي دې له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې لارښوونې ترلاسه کړې وي.
اوباما زیاتوي، چارواکو د برید په تړاو څېړنه پیل کړې ده او کېدای شي بريدګر ''پر انټرنېټ د سخت دریځو له معلوماتو اغېزمن شوی وي''.








