د عکسونو البوم: پر ښوونځي د پخواني زدکوونکي خونړی برید

د امریکا فلوریډا ایالت پر یوه ښوونځي یوه پخواني زدکوونکي ډزې کړې چې لږترلږه ۱۷ کسان یې وژلي دي. بریدګر ښوونځي ته څېرمه پولیسو نیولی دی.

ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د فلوریډا ایالت د پارک لنډ ښار په یوه ښوونځي کې په ډزو لږ تر لږه ۱۷ کسه وژل شوي دي.
ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیکولاس کروز په نوم ۱۹ کلن تورن کس، چې وړاندې له ښوونځي ایستل شوی و، له ډزو مخکې د اور لګېدو د خطر تڼۍ کېکاږلې وه، چې زدکوونکي راغونډ شي او ډېر شمېر کسان ووژني
سکول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له تورن کس یو کلاشینکوف کارولی او له نوموړي سره ډېرې ورځپاڼې هم وې.
ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چارواکو په وینا، تورن له ښوونځي بهر ډزې پیل کړې او درې کسان یې ووژل. وروسته د ښوونځي ودانۍ ته ننوت او له دولسو زیات کسان یې ووژل.
ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمه ییزو او عامه ښوونځيو مشر ډسټرک پر ټویټر لیکلي، چې نن مارجوري سټونینګ Douglas لیسې ته نژدې، زد کونکو او کارمندانو ځینې غږونه اوریدلي.
ښوونځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو زدکوونکي CBS چینل ته وویل، زدکوونکي پوهېدلي چې دا یو پلان شوی کار دی.