وسله والې امریکایۍ هغه سړی وژلی چې پر مېلمنو یې ډزې کولې

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې امریکایۍ ښځې هغه سړی په ډزو وواژه، چې د امریکا ویرجینیا ایالت کې یې د خلکو پر یوه غونډې ډزې کولې.
ډینس بټلر نومي دغه ۳۷ کلن سړي چې اوږده جرمي سابقه لري، د نژدې ۴۰ کسانو پر هغه غونډه ډزې پیل کړې، چې د یوې کلیزې په مېلمستیا کې یو ځای شوي وو، خو خپله ووژل شو.
د ځايي پولیسو ویاند ټوني هازیلیټ وايي، د ښځې چټک غبرګون د خلکو ژوند ژغورلی او ښايي د ډله ییزې وژنې یوې پېښې مخه یې نیولې ده.
د یادونې ده، چې د امریکا په ټکساس ایالت کې پر یوه ښوونځي د تېرې سې شنبې ورځې له وسله وال برید وروسته په امریکا متحدو ایالتونو کې د ټوپکو ساتلو پر موضوع تاوده بحثونه روان دي.
بټلر ته له دې پېښې مخکې د چارشنبې پر ورځ د موټر له چلولو پر مهال له دې کبله د سوکه کېدو خبرداری ورکړل شوی، چې په دغه ځای کې ماشومانو لوبې کولې.
نوموړی لږ وروسته له اې - ار ۱۵ ډوله ټوپک سره دې ځای ته ستون شو او د کورونو یوه بلاک مخې ته یې پر هغو کسانو ډزې پیل کړې، چې د کلیزې مراسمو لمانځلو لپاره یو ځای شوي وو.
ښاغلي هازلیټ یوې خبرې غونډې ته وویل، هغه ښځه چې بریدګر یې وژلی، له امنیتي ځواکونو سره تړاو نه لري.
د دې ښځې پېژندګلوۍ په هکله څه نه دي ویل شوي.
نوموړي وویل: ''دا یوه ځايي اوسېدونکې ده، چې په قانوني توګه یې وسله ګرځوله. خو د پېښې خطر له ډاره یې د تېښتې پر ځای ځان له خطر سره مخامخ کړی او د خلکو ژوند یې ژغورلی دی. ''
ویل کېږي دغه ښځه له پېښې وروسته هم هلته پاتې شوه او له چارواکو سره یې همکاري کوله.
پولیس وايي، د دې ښځې خلاف به کومه دوسیه نه ثبتوي.
پولیس وايي، بټلر د سختو ټپونو له کبله د پېښې په ځای کې مړ موندل شوی.
د ځايي پولیسو ویاند وايي، بټلر د ټوپک ګرځولو اجازه نه درلوده، خو معلومه نه ده، چې په دې ورځ یې له کومه ترلاسه کړی و.








