د نیو یارک د اورګاډو تمځای کې ډزې؛ ګڼ کسان ژوبل شوي

پلیس نیویورک

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د نيو يارک ښار بروکلېن سیمې د اورګاډي تم ځای کې د ډزو له کبله لږ ترلږه ۱۶ کسان ټپيان شوي دي.

د ځايي رسنيو په وينا پېښه ځايي وخت سهار اته نیمې بجې رامنځته شوې ده. چارواکو له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته ورنشي.

د نیویارک پوليس د بريدګر په اړه چې ويل کېږي د پېښې له ځايه تښتېدلی د معلوماتو غوښتنه کوي.

د پېښې له ځايه خپرو شويو عکسونو کې په وينو لړلي ټپيان د اورګاډي تم ځای کې پر ځمکه پراته ښکاري.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ګواکې د اورګاډو همدې تمځای کې یو شمېر ناچاودلي بمونه هم موندل شوي.

نيويارک بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د پوليسو يوه چارواکي وويل، امنیتي ځواکونه د يو کس چې د پېښې له ځايه تښتېدلی او د ګازو ماسک او د خونديتوب نارنجي واسکټ يې اغوستی په لټه کې دي.

د دغه کس هويت او د ډزو له پېښې سره د تړاو په اړه معلومات نشته.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند په ټوېټر پاڼه ليکلي، د امريکا ولسمشر جوبايډن ته په نيويارک کې د دې پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.