امريکا کې پر پوهنتون بريد

د ویډیو تشریح، امريکا کې پر پوهنتون بريد

د امریکا په اوهایو کې د مسلمانانو مشرانو هغه برید غندلی دی چې یوه سوماليایي الاصله زده کوونکي وکړ.

برید کې ۱۱ کسان ژوبل شول. عبدل رازق علي ارتان په کولمبس کې د اوهایو پوهنتون دننه خپل موټر په ګڼه ګوڼه کې پر لارویانو وروست. وروسته ترې کښته شو او په چاړه یې خلک ووهل چې بيا پولیسو دی وویشت.