د بونېر سېلابونه: هغه ښوونکی چې نور خلک یې وژغورل خو ځان یې وبایله

د عکس سرچینه، ASHFAQ
- Author, محمد ز بیر خان
- دنده, بيبيسي اردو
محمد اعجاز د خیبرپښتونخوا د بونېر سیمې د بيشوڼۍ کلي هغه اوسېدونکی دی چې د ظهور رحمان په مرسته د جمعې ورځې له سېلابونو ژوندی پاتی شوی دی.
سیمه ییز ښوونکي ظهور رحمان پر محمد اعجاز سربېره خپل نور کلیوال هم له سېلابه وژغورل، خو خپله یې یووړ.
ځوان ظهور رحمان له بيشوڼۍ کلي څخه څو کیلو متره لرې په یوه ځايي ښونځي کې ښوونکی او د الخدمت په نوم د یوه خیریه بنسټ رضاکاره غړی و.
د جمعې په ورځ ظهور رحمان ښونځي ته د تلو په تکل کې و چې پر کلي یې ناڅاپي چټک سېلاب چې لویې ډبرې یې را په مخه کړې وې، راغی او ډېره ویجاړي یې وکړه.
بي بي سي له ځايي خلکو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه معلومه کړي چې ظهور رحمان څنګه د خلکو ژوند وژغوره او څه ور سره وشول؟
د خیبر پښتونخوا په مختلفو ولسوالیو کې د پنجشنبې او جمعې ترمنځ په شپه د راغلیو سېلابونو له امله له ۳۵۰ څخه ډېر خلک مړه شوي دي.
د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په بونېر ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۲۵ کسان مړه شوي، ۱۲۰ ټپیان دي او له ۱۰۰ ډېر کسان لا هم نادرکه دي.

"زه ځم، خو تاسو اوبو ته رانه شئ"
دا هغه خبرې وې چې ظهور رحمان خپلو هغو درېیو ګاونډیو (محمد اشفاق، محمد طلحه او محمد حماد) او د سیمې خلکو ته کړې وې چې ده واردمخه د سېلابي اوبو له څپو ژغورلي وو.
د جمعې په ورځ، هغه د معمول په څېر ښونځي ته د تلو تابیا وکړه، خو باران پیل شو او بیا یې ښونځي ته د نه تلو پرېکړه وکړه.
ظهور رحمان چې د کلي په منځ بهېدونکي اوبه چې یوازې د بارانونو پر مهال بهېږي، وليدې، نو خپلې مېرمنې، وریندارې، وراره او ورېرو ته یې وویل چې محتاط واوسي.
شېبه وروسته په اوبو کې نېزووني راغلل چې په لیدو یې ظهور رحمان ډېر حیران شو.
د هغه مېرمنې خپلو خپلوانو ته وویل: "ظهور ویلي، زموږ پر کور سربېره څو نورو کورونو ته خطر دی. نږدې یو مضبوط او لوی کور دی، ټولې ښځې او ماشومان هغه کور ته لاړ شئ."
ظهور سملاسي د خپل ګاونډ ښځې او ماشومان د محمد اشفاق په نامه د یوه کس د کور چت ته پورته او محمد اعجاز او د هغه ورېرونه هم چې له خپل کور څخه سل متره لرې په اوبو کې ایسار پاتې وو، وژغورل.
"له خپلو ورېرونو سره اوبو کې ډوب شوم"
محمد اعجاز وايي:"کله چې باران وشو، زه یې چندان په کیسه کې نه شوم، خو وروسته اوبه ورو – ورو را ډېرېدې. په اوبو کې نېزووني یا سیلابي کثافات راتلل. ما ولیدل چې ورېرونه مې په اوبو کې ډوبېدل."
هغه زیاتوي: "د وضعیت په لیدو سره اوبو کې ور ګډ شوم، ورېرونه مې را پورته کړل او له اوبو څخه د وتلو هڅه مې وکړه، خو د اوبو جریان تېز و او ډېر نېزووني هم په کې راتلل."
هغه زیاتوي: "ما داسې احساس کاوه چې زه بې وسه یم. یو ګام هم مخکې نه شم تلی او داسې مې وانګېرله چې له خپلو ورېرونو سره یو ځای اوبو کې ډوب شوم."
نوموړی زیاتوي، ما له اوبو سره د مبارزې پرمهال جرات له لاسه ورکړی و: "زه د یوې ناڅرګندې مرستې په تمه وم چې ناڅاپه ظهور رحمان راورسېد او موږ یې په سېلابي اوبو کې له کلابندۍ وژغورلو."
محمد اعجاز وايي، ظهور رحمان هم له اوبو را ووت او له څو ماشومانو سره د هغه کور پر لور روان شو چې ښځو او ماشومانو ته یې د ورتلو سپارښتنه کړې وه.

"ظهور رحمان په اوبو کې ډوب شو"
۱۶ کلن محمد اشفاق وايي، ظهور رحمان او زموږ د ځینو نورو ګاونډیانو کورونه کمزوري وو: "نو ظهور خپله کورنۍ او نورې ښځې او ماشومان زموږ د کور چت ته ولېږدول. هغه دوه - دوه، درې - درې ماشومان له ځان سره زموږ کور ته راوستل. له ټولو وار پار خطا وو، لږو خلکو پر نورو پام کاوه. که څه هم اوبه لوړې نه وې، خو ډېرې ګړندۍ وې."
هغه وايي، زه او زما دوه نور وروڼه زموږ له کور څخه بهر وو. هغه وخت، اوبه زموږ له کور څخه په لږ واټن کې وې، خو په څو شېبو کې اوبه زموږ د کور مخې ته را ورسېدې چې نېزووني په کې وو: "ما هڅه وکړه چې له اوبو څخه ووځم او خپلو وروڼو ته مې هم ور غږ کړل چې له اوبو څخه ووځي، ځکه چې اوبو ورو – ورو را تېزېدې."
محمد اشفاق زیاتوي، ما او وروڼو مې له اوبو څخه د وتلو توان نه لاره، ځکه اوبو کې ډېرې لویې ډبرې را روانې وې. ما مې خپل مرګ په سترګو لیده، چې ناڅاپه ظهور رحمان چې قوي هډونه یې لرل، ونیولم او له اوبو څخه یې را ووېستلم. زما ورونه یې هم را ووېستل: "زما په یاد دي چې هغه زموږ کور ته ډېر ماشومان بوتلل."
د اشفاق ورور محمد طلحه بي بي سي ته وویل، د دوی له ژغورلو وروسته یې ظهور رحمان ولیده چې د یوه مېلمه موټر سایکل چې اوبو وړی و، را واېسته: "کله یې چې موټرسایکل راووېست، یوه لویه ډبره راغله او لومړی یې په یوه پښه او بیا په بله پښه ولګېده. په دې وخت کې، موږ درې وروڼه او ځینې نور خلک د هغه د مرستې لپاره ور وړاندې شوو، خو هغه خپل لاس پورته کړ، ویې خوځاوه او په لوړ غږ یې وویل: "زه ځم، خو تاسو اوبو ته مه راځئ."
وروسته، د پېښې له ځایه د هغه جسد دوه کیلومټره لرې وموندل.











