د خیبر پښتونخوا کوهستان کې ۲۸ کاله وړاندې د بې درکه شوي سړي مړی په کنګل کې موندل شوی: "د پت په نامه دوښمني ور له غاړې وه"

د عکس سرچینه، Shamas Ur Rehman Shamas
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, بي بي سي اردو
د خیبر پښتونخوا کوهستان د پالس د لېرې پرتې غرنۍ سیمې اوسیدونکی نصیرالدین چې شاوخوا ۲۸ کاله وړاندې د 'کورنۍ دوښمنۍ' له امله له خپل پلرني کلي تښتېده، نو ښايي فکر یې نه و کړی چې دا تېښته به یې نه یوازې ژوند واخلي، بلکې مړی به یې ۲۸ کاله وروسته وموندل شي او دا چې له کلونو اوږده دوښمني به یې خپل پلرني کلي کې د مړي ښخولو پر وړاندې خنډ شي.
نصیرالدین د ۱۹۹۷ کال د جون په میاشت کې د پالس د 'لیدي' درې په واورو پوښل شويو غرونو کې ورک شو. هغه د تش په نامه ناموسي وژنې له امله را ولاړې شوې کورنۍ دوښمنۍ اړ کړ چې خپل پلرنی کلی پرېږدي.
له نصیرالدین سره په دې سفر کې د هغه کشر ورور کثیرالدین هم ملګری و. دواړه وروڼه په جلا اسونو سپاره وو او غوښتل یې چې ژر تر ژره له سیمې ووځي.
د کثیرالدین په وینا، دوی دواړو په واورو پوښل شويو غرونو کې سفر کاوه، چې د "مخالفینو" له خوا پرې ډزې وشوې او نصیرالدین هلته په یوه کنګل کې جوړ غار ته لاړ او له ده بېل شو.
هغه وايي، د ډزو له بندېدو وروسته یې په ورور پسې لټه وکړه، خو ویې نه موند.
۲۸ کاله وروسته دا کیسه هغه مهال بیا را تازه شوه چې د نصیرالدین جسد په یوه ویلي شوي کنګل کې وموندل شو.
د نصیرالدین مړی د غواګانو یوه کاروباري کس د اګسټ په لومړۍ نېټه وموند چې "نه یوازې په ښه حالت کې و، بلکې د هغه په جیب کې د هویت کارت هم نه و خراب شوی."
هغه کس د پولیسو مرکز ته خبر ور کړ او او دا خبر په سیمه کې د ځنکله د اور په څېر خپور شو.
خو ستونزه دا وه چې نصیرالدین به چېرته خښ کړي، ځکه چې هغه "کورنۍ دوښمني" چې له امله یې نصیرالدین له خپلې اصلي سیمې تښتیدلی و، لاهم د دواړو کورنیو ترمنځ دوام لري او د نصیرالدین کورنۍ ته د هغه جسد پسې تګ شونی نه و.
پلرنۍ سیمې ته د جسد راوړل، د ښخولو کیسه او د زوی غم

د عکس سرچینه، Shamas Ur Rehman Shamas
د پالس سیمې خلکو په دې غمیزه کې د انساني همدردۍ له مخې د دواړو دوښمنو کورنیو ترمنځ منځګړیتوب وکړ.
یوه جرګه راوبلل شوه او له خبرو اترو وروسته، دواړو سیالو کورنیو د اګست تر لسمې پورې په اوربند هوکړه وکړه. پرېکړه وشوه چې په دې موده کې به هیڅ اړخ پر بل برید نه کوي، نصیرالدین به خپله سیمه کې خاورو ته وسپارل شي او کورنۍ به یې له هغو کسانو سره چې د نصیرالدین د تعزیت لپاره راغلي، وویني.
نصیرالدین پرون سه شنبه د اګسټ په پنځمه پالس سیمې ته یوړل شو او د جنازې له لمانځه وروسته هلته خښ کړای شو.
له نصیرالدین څخه یو زوی او یوه لور پاتي دي. زوی یې نعیم د خپل پلار له جسد سره له لیدي درې پالس سیمې ته لاړ.
هغه بي بي سي ته وویل، د کورنۍ دوښمنۍ له امله د ورځې په رڼا کې د هغه لپاره ممکنه نه وه چې خپلې اصلي سیمې ته راشي:
"زه به مخکې دلته راتلم، خو د ورځې له خوا نه. اوس زه د خپل پلار له جسد سره راغلی یم، د جرګې او اوربند د هڅو له امله، دا ممکنه شوه چې په رڼا ورځ خپله سیمه کې وګرځم."
هغه زیاته کړه، د خپل پلار له جسد سره خپلې سیمې ته د تګ درد په لفظونو کې نه شي بیانولی:
" زه د دوښمنۍ له امله په خپله سیمه کې نه شم پاتې کېدای، خو پلار مې چې په خپل پلرني کلي کې خښ شو، څه نا څه ارام شوم."
هغه وايي، موږ د اکسټ په لسمه دا سیمه پرېږدو، د تړون ضامنان هم وايي، چې اوربند د اګسټ تر لسمې نېټې پورې دی.
د ښخولو تړون څنګه وشو؟

د عکس سرچینه، Umar Khan
د جرګې مشر حریف ګل چې د نصیرالدین د خښولو لپاره یې د دواړو سیالو کورنیو ترمنځ هوکړه وکړه، بي بي سي ته وویل: "دلته د نصیرالدین د کورنۍ دښمني کلونه پخوانۍ ده. دا یوه پیچلې موضوع ده چې په تېرو وختونو کې یې د حل لپاره هڅې شوې او دا هڅې لاهم روانې دي."
هغه وايي، د نصیرالدین د مړي تر موندل کېدو وروسته د هغه کورنۍ له موږ سره اړیکه ونیوله او په خپل پلرني کلي کې یې د هغه د تدفین مراسمو د کېدو غوښتنه وکړه:
"موږ هڅه وکړه او جرګې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ، پرېکړه وکړه چې د دواړو کورنیو ترمنځ به د اګسټ تر لسمې د جنازې د لمانځه او بیا د تسلیت مراسمو لپاره اوربند وي."
هغه زیاته کړه: "زه د دې تړون ضامن یم او زه هیله لرم چې د اګسټ تر لسمې به هیڅ خبره د تړون خلاف نه وي."
د دې تړون یو اړخ د نصیرالدین کورنۍ ده او د بل لوري مشري یې مولانا کلیم الدین کوي.
کلیم الدین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:
"کله چې جرګه د نصیرالدین د خښولو لپاره موږ ته راغله، موږ له مشورې وروسته او د سیمې له دودونو او رواجونو سره سم هوکړه وکړه."
هغه وویل، نصیرالدین یې د کورنۍ ريښې له مخې لېرې وراره هم دی.
د لسیزو کورنۍ دوښمنۍ لامل څه دی؟

د عکس سرچینه، Shams Ur Rehman Shams
د نصیر الدین او کلیم الدین کورنۍ د یوه قوم اړوند دي چې پر خپلمنځي دوښمنۍ یې کابو ۴۰ کلونه اوښتي دي.
بي بي سي د دواړو کورنیو، ځايي اوسېدونکو او په سیمه کې له مېشتو ځینو پخوانیو پولیسو افسرانو سره خبرې وکړې.
د کوهستان د پولیسو د متقاعد افسر عبدالعزیز په وینا، د دوی ترمنځ دوښمني هغه وخت پیل شوه چې 'د نصیرالدین کشر ورور ګردیز له یوې مېرمنې سره یو ځای د 'عزت' په نامه ووژل شو:
"کله چې د نصیر ورور ګردیز او ښځه ووژل شول، د نصیرالدین او ګردیز پلار د هغوی وژنه 'ناحقه' وګڼله او د غچ اخیستلو اعلان یې وکړ."
هغه وايي، د نصیرالدین پلار په دې تړاو له پولیسو یا حکومتي ادارې هیڅ مرسته ونه غوښتله او نه یې کومه قضیه ثبت کړه، ځکه چې دا د دې سیمې لرغونی دود دی.
د پولیسو یاد پخوانی چارواکی وايي، له دې وروسته، په مخالفه ډله کې د مولانا کلیم الدین ورور ووژل شو او د نصیرالدین د پلار بهرام او د هغه د ورور کثیرالدین پر وړاندې د دې وژنې قضیه ثبت شوه.
عبدالعزیز زیاته کړه، له یادې وژنې وروسته نصیرالدین او کثیرالدین له سیمې وتښتېدل په داسې حال کې چې پلار یې بهرام ونیول شو چې د څو کلونو بند سزا له تېرولو وروسته خوشې شو.
د ځایی خلکو په وینا، د دې وضعیت له امله، د نصیرالدین، د هغه د وروڼو او کورنۍ لپاره نور په پالس کلي کې ژوند کول ممکن نه و، نو دوی الایي سیمې ته لاړل.
د نصیرالدین ورور، کثیرالدین، چې ۲۸ کاله وړاندې د کنګل په پېښه کې له نصیرالدین سره ملګری و، کابو ۲۶ کاله په تېښته و، خو په ۲۰۲۳ کې ونیول شو او له څو میاشتو بند سزا تېرولو وروسته خوشې کړای شو.
"دا دښمني یوازې د سیمې د دودونو له مخې پای ته رسېدلی شي"

د عکس سرچینه، Shamas Ur Rehman Shamas
مولانا کلیم الدین بي بي سي ته وویل، زه ډېر کوچنی وم چې دا دوښمني پیل شوه. زه نه پوهېدم چې د ناموس په نامه وژنه شوې او څنګه شوې، خو په هرصورت، موږ یقینا پوهېدو چې زما ورور وژل شوی دی.
د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل:
"موږ هم اوس غواړو چې دا دوښمني پای ته ورسوو، خو دا یوازې د سیمې د دودونو له مخې پای ته رسېدلی شي. زړه مې هم غواړي او دعا مې هم دا ده چې داسې شرایط رامنځ ته شي چې دا دوښمني، واټن او اختلاف پای ته ورسېږي او په سیمه کې د سولې فضا رامنځ ته شي."
د کلیم الدین په وینا، ۲۸ کاله وړاندې، کله چې په کنګل کې د نصیرالدین د ورکېدو پېښه وشوه، د پړې ګوته یې موږ ته ونیول شوه، خو اوس دا معلومه شوه چې هغه تورونه بې بنسټه وو."
د کوهستان پولیسو په وینا، هغه مهال د نصیرالدین د ورکېدو پېښې په اړه تحقیقات وشول او ټوله موضوع یوه حادثه اعلان شوه.
د نصیرالدین مړی څنګه وموندل شو؟
عمر خان، چې د پالس اوسېدونکی دی، په دې وروستیو کې له خپلو ملګرو سره لیدي درې تللی و چې ناڅاپه یې په یوه کنګل کې مړی ولید.
عمر خان د غواګانو پونده او سوداګر دی او ډېری وختونه په دوبي کې د خپلو څارویو سره لیدي درې ته ځي.
د هغه په وینا، دا هغه ځای دی چې ټول کال د غرونو په څوکو کې واورې پرتې وي، نو ځکه دلته ناڅاپه د جسد لیدل ورته حیرانوونکي وو:
"جسد په بشپړ ډول روغ و. جامې یې نه وې شکېدلې او د لټون پر مهال یې د هویت یو کارت وموند چې د نصیرالدین نوم پرې لیکل شوی و."
د نصیرالدین ورور کثیرالدین چې د کنګل پېښې په سفر کې له خپل ورور سره ملګری و، بي بي سي ته یې وویل، نصیرالدین د اسونو پېر او پلور کاوه: "له الايي څخه کوهستان ته لاره سخته وه او د کال څو میاشتې بنده وه. د کورنۍ دوښمنۍ له امله به موږ په ناڅرګندو لارو سفر کاوه."
هغه وايي، موږ د ۱۹۹۷ کال په جون کې د سپيټ درې ته تللي وو چې د بېرته را ستنېدو پر مهال مو یوه بله لاره غوره کړه.
''موږ پر اسونو سپاره وو او له سپیټ درې څخه ناران ته ورسېدو، هلته مو شپه تېره کړه او الايي سیمې ته مو د بېرته راستنېدو سفر پیل کړ. کله چې موږ د کوهستان سرحدونو ته ورسېدو، له یو چا څخه څخه مو د لیدي درې غرونو ته د تللې لارې پوښتنه وکړه. کله چې موږ یوه لوړ ځای ته ورسېدو ناڅاپه مو د ډزو غږونه واورېدل. دا وېره وه چې ډزې ښايي د دوښمن له خوا وي. په هغه وخت کې نصیرالدین له خپل اس سره یوه غار ته ننوت. کله چې ډزې ودرېدې، زه بېرته هغه ځای ته راغلم چې ورور مې غار ته ننوتلی و. زه دغه کنګلي غار ته ننوتم او خپل ورور مې ولټاوه، خو هلته هیڅوک نه و."
کثیرالدین وايي، بیا یې کورنۍ د نورو خلکو په مرسته په دې سیمه کې په نصیرالدین پسې ډېره لټه وکړه، خو هڅې یې ناکامې شوې: "یادې کنګل شوې سیمه کې مو د نصیرالدین غایبانه جنازه وکړه"








